The news is by your side.

د ترکي سېنما اداکاره الچین سانګو

خبریال ویبپاڼه/ الچین سانګو د سرو ویښتانو د ځانګړو سترګو په درلودلو سره د ترکیې هېواد ترڅنګ د نړۍ د ښایسته ښځو د bwc نوملړ کې هم راغلې ده هغه د ۱۹۸۵ زیږدیز کال د اګست پر ۳ نېټه د ترکیې ازمیر کې زیږیدلې ده، خو اوس استانبول کې ژوند کوي.

الچین خپلې زده کړې د لیسانس تر کچې د مرسین پوهنتون کې ترسره کړې دي، هغې له دې امله چې سېنما او اداکاري سره يې مینه درلوده د پوهنتون زده کړو ترڅنګ يې د اداکارۍ یو شمېر کورسونه تعقیب کړي

اغلې الچین د تلویزیوني غوره اعلاناتو په ترسره کولو وتوانیده چې د سینما په ډګر کې قدم کښېږدي او په دې برخه کې په یوه غوره ستورې بدله سي. دې خپل هنري ژوند په ۲۰۱۱ کال کې د یوې زمانې په نوم سریال کې پیل کړ، که څه هم هغې  په غوره تاریخي او زیاتو مشهوره فلمونو کې کار وکړ خو د مشهورتیا لامل يې یوازي په ۲۰۱۶ کې د کرايي مینې سریال دی.

هغې په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې د یوې جنايي ډرامې په یوه مهمه برخه کې  کار نقش لوبولی چې خورا مشهورتیا يې ور په برخه کړې ده.

الچین سانګو په خپلو بریالیو اداکاریو توانیدلې چې درې غوره طلايي جایزې هم ترلاسه کړي او د شلو نورو جایزو لپاره د نوماندۍ افتخار له ځان سره لري.

الچین سانګو د اداکارۍ ترڅنګ په ۲۰۱۶ کال کې موډلینګ او تلویزیوني اعلاناتو ته مخه کړه هغې د خپلې ښکلا له امله په لنډ وخت کې زیات پرمختګ وکړ او د مشهوره شرکتو له نسکافه کوکولا، سره يې په اعلاناتو او له Elidor  او Boyner سره يې د موډلینګ برخه کې کار پیل کړ، هغه له سفر او سیاحت سره خورا مینه لري او ډير زیات یې نه خوښیږي چې په لویو ټولنیزو غونډو کې ګډون وکړي، له مطالعې او کتاب لوستنې سره مینه لري او ډیری وخت په یوازي توب کې پیانو هم ږغوي.

هغې تراوسه واده نه دی کړی خو پلان لري چې له یونس ازدویکن سره واده وکړي هغه په ډیرو بریالیو سریالونو کې د غورې اداکارې په توګه ښکاره او لوبیدلې ده چې اوس په اعلاناتو او موډلینګ کې هم خورا مخ ته روانه ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.