The news is by your side.

په اوړو کې شګه؛ حکمتیار بیا د موقت حکومت نعره پورته کړه

خبریال وېبپاڼه/ د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، اوسنی حکومت په لوی لاس د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او باید نوی حکومت رامنځته شي.

نوموړي نن په کابل کې خپلو پلویانو ته د لاریون پر مهال وینا کې وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت د موجوده حکومت له واکه وتلی او باید یواک یوې داسې ډلې ته وسپارل شي، چې د سولې په راوستلو کې د خپل واک دوام وویني، نه د جګړې په دوام کې.

حکمتیار په خپلو خبرو کې د حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د لاسلیک شوي تړون عملي کېدل، هیواد کې د هدفي وژنومخنیوی، بهر ته د ملي شتمنیو د انتقال د مخنیوی، د سولې خبرو پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل او یو شمېر نور مسایل د خپلو عمده غوښتنو په توګه یادې کړې دي.

هغه ګواښ کړی، چې که حکومت تر راتلونکو لسو ورځو پورې د دوی غوښتنې ونه مني، نو په ټول هېواد کې به پراخ لاریونونه پیل کړي او که کومه ستونزه پېښېږي، ضمه وار به یې حکومت وي.

که څه هم باور دا دی چې حکمتیار د پردیو په لمسون یادې غوښتنې مطرح کړې دي، خو د سولې پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل، د هدفي وژنو مخنیوی او بهر ته د ملي شتمنیو د لېږد مخنیوی د هر افغان غوښتنې دي او پکار دا ده چې ځواب ورته وویل شي.

خو د حزبیانو لخوا په لاره اچول شوي لاریون کې د موقت حکومت چیغې وهل دا ښيي چې د د حکمتیار په اوړو کې لا هم شګه ده او دا ښيي چې حکمتیار او ډله یې د پردیو په لمسون د موقتې ادارې د منځته راتګ لپاره کمپاین کوي او د هدفي وژنو له غمه نه دي مړه.

ځکه له یوې خوا خلیلزاد د موقتې ادارې طرحه افغان چارواکو سره شریکه کړې او له بلې خوا پاکستان په دې ارمان دی چې دلته موقته اداره رامنځته شي، تر څو د پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله تاریخ تکرار کړي او د دغې چارې لپاره یې څو خرڅ شوي افغان سیاسیون کرایه کړي دي.

تر دې وړاندې هم څو څو ځله ګلبدین حکمتیار د موقت حکومت د منځته راتلو ډنډورې تودې ساتلې وې او د اوسني بحران د حل یوازېنۍ لار یې موقته اداره ښودلې وه، خو هغه وخت د حکمتیار دریځ د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.