The news is by your side.

کمانډو ځواکونو د طالبانو لسګونه کارتنه شراب ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم نشه يي توکي د طالبان ستره عایداتي سرچینه ده او له جګړې ور هاخوا د دغو توکو قاچاق د طالبانو د فعالیتونو لویه برخه ده، خو اوس په لومړي ځل افغان ځواکونو د طالبانو شراب ترلاسه کړي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو د کندز ولایت د ښار اړوند بز قندهاري سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي دي، چې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ لسګونه کارتنه شراب هم ترې ترلاسه شوي دي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې کمانډو ځواکونو ۸ طالبان وژلي او ۴ یې ټپیان کړي او همداشان یې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو تر څنګ د یادې ډلې د الکولو لسګونه کارتنونه نیولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه عملیاتو کې د شرابو د لسګونه کارتنونو ترڅنګ د طالب ترهګرو ۱ موټر, ۴ موټر سایکل, ۳۵ کړۍ فشاري روسي ماینونه, ۳۵ بشکه یي ماینونه, ۷۴ د پلیټونو فشاري ماینونه, ۶ قالیني یا فرشي ماینونه, د ۸۲ ملي متري هاوان ۳۸ مرمۍ, د روسۍ دهشکې ۴ صندقونه مرمۍ, د زیګویک ۴۰۰۰ مرمۍ, د دافع هوا ۱۳ صندقه مهمات, ۶ بیلره بیلري ماینونه, د ۸۲ ملي متري هاوان ۸۱ مرمۍ, د ۲۱ مک طیارې ۸ کړۍ بمونه, ۳ کړۍ اوراګان بمونه, ۷ بستې او ۳۸ متره ثانیه سوز لین, د  4C چاودیدونکو توکو ۳۴ تختې, ۶ بیلره چاودیدونکي توکي, د مقناطیسي ماینونو ۶ ریموټونه, د چاودیدونکو توکو ۳ ډیپوګان, لسګونه صندقه بیلابیل ډول مهمات, ۳ قرارګاوې, د پهره دارۍ ۴ محلونه هم د طالبانو ۲۳ بیرغونه ترلاسه او له منځه وړل شوي.

نشه يي توکي په افغانستان کې د طالبانو ستره عایداتي سرچینه ګڼل کېږي او هر کال ترې میلیونونه افغانۍ ترلاسه کوي او له همدې امله یې په ډېری هغو ولایتونو کې چې هلته نشه يي توکي کرل کېږي، لکه هلمند، کندهار، ارزګان او نور ناامني هم جوړې کړې دي.

خو له طالبانو د شرابو ترلاسه کول ډول ډول پوښتنې پيدا کوي چې ایا نیول شوي شراب دوی خپله کارول او که یې له نشه يي توکو وروسته د شرابو کاوبار ته مخه کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.