The news is by your side.

امریکا وژل شویو افغان مېرمنو ته جایزې ورکوي

خبریال وېبپاڼه/ په کابل کې د امریکا سفارت وايي، چې هېواد یې سږ کال د نړۍ د زړورو ښځو جایزه د اوو وژل شویو افغان مېرمنو په نوم کړې.

یاد سفارت ویلي چې دغه جایزې به راتلونکې اوونۍ په یوه غونډه کې ورکړل شي او د وژل شویو مېرمنو زړورتیا به وستايي.

د امریکا سفارت ویلي چې د زړورو ښځو جایزې به د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې فاطمې ناتاشا خلیل، د ملي امنیت د جندر برخې مشرې جنرالې شمیلا فروغ، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریالې ملالې میوند، په میدان وردګو کې یوې قابلې مریم نورزاد، په کاپیسا کې مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ، په غزني کې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د پولیسو افسرې فاطمې رجبي او د زندانونو ساتونکې فرشتې په نوم نومول شوې دي.

دا چې یادې مېرمنې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوې دي، نو جایزې به یې د دوی وارثینو ته ورکړل شي، چې عمده موخه یې د هغوی د قربانیو ستاینه او د نورو مېرمنو مورال قوي کول دي.

 که څه هم امریکا د ښځو د حقونو د خوندیتوب په نوم په افغانستان کې بېلابېلې پروژې، چې تر ډېره پورې د ولسمشر غني د مېرمنې رول اغني لخوا پرمخ وړل کېږي، عملي کوي، خو تر اوسه یې داسې کوم څه نه دي کړي، چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د افغانانو ذهنیت داسې د مدنیت خوا ته بوځي، چې له تعلیمه نیولې بیا تر نورو اساسي حقونو یې خوندي او ورته لازم لاسرسی ولري.

افغان مېرمنې په ځانګړي ډول فعالې مېرمنې، چې مدني فعالیتونه، دولتي دندې او یا رسنیز کارونه پرمخ وړي، دا مهال له کاري چاپیریاله نیولې بیا تر ټولنیزه چاپیریاله په سختو کړاوونو کې ژوند تېروي، ځکه د ښځو پر وړاندې د عامو افغانانو ذهنیت لا تر اوسه هم په ټیټه کچه کې دی.

تعلیم ته نه لاسرسی، په کاري چاپیریال کې جنسي زورونې، د ژوند له اساسي حقونو بې برخې توب، ناوړه کلتوري محدودیتونه او نارینه سالاري په افغاني ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې ستر ګواښونه دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې تر اوسه بنیادي کارونه نه دي شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.