The news is by your side.

ځانمرکي برید (۶۰) کسانوته مرګ ژوبله واړوله

خبریال وېبپاڼهیوه ځانمرګي مټر بم (۲۰) کسان ووژل او نېژدې (۴۰) نور یې ټپیان کړل . پېښه د سومالیې په پلازمېنه مګادیشو کې د یوه رستورانت په وړانديوشوه .

که څه هم تر دم ګړیه ددغه ځانمرګي‌ برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو پولیس وايي‌چې برید ترهه ګرې ډلې الشباب کړی دی.

د مګادیشو د پولیسو ویاند صدیق علي‌ادن رسنیو ته ویلي چې برید د الشباب له لوري‌شوی چې دده په وینا د القاعده شبکې سره مخامخ اړیکي‌لري.‌

ښاغلي‌ادن زیاته کړې ده چې ټول ټال تر (۶) پوري‌کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ملکي‌وګړي‌دي.‌

بل لورته د ډاکتر عبدالقادر چې د (امین) امبولانس مشري‌ ورله غاړې ه ویلي‌ دي‌چې دوی (۲۰) وژل شوي‌ او (۳۰) ټپیان تر روغتون پوري‌انتقال کړي دي.

عیني‌شاهدان وايي‌چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او تر ډېره لیري‌پرتو سیمو یې غږ ورسېدو او د شا وخوا ودانیو ښیښې یې ماتې کړې.‌

دا لمړی خل نه دی چې په سومالیه کې ورته برید کېږي‌ بلکه تر دې وړانديهم څوڅو ځله ورته بریدونه شوي دي؛ او پراخ تلفات ورکي‌اوښتي‌ دي.

سومالیه چې د معدنیاتو پراخې سرچینې لري؛ د نړۍ یو له نا امنه هیوادونو ګڼل کېږي او تر ډېره بریده یې د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ دی؛‌هلته هم د افغانستان په څېر نه ختمېدونکې جګړې روانې دي‌او هره رورځ یې وګړي ژوند له لاسه ورکوی.‌

ننی ځانمرګی برید د افغانستان په څېر لوړرتبه چارواکو غندلی او پړه یې پر الشباب ډلې وراچولې ده.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.