The news is by your side.

د ملا درد او درملنه یې!

د ملا درد یو له هغو دردونو څخه ده چې انسان په بشپړه توګه پکې د تګ راتګ او ناستې پاستې توان له لاسه ورکوي.د ملا درد ډېر سببونه شته چې له هغه ډلې څخه یې،ډېر کېناستل او یا هم له حده د فزیکي کارونو تر سره کول دي چې د انسان په ستون فقرات باندې ډېر فشار راوړونکي وي.

ډاکټران وايي په نارمل څخه د انسان وزن ډېرېدل، په ناڅاپي او غیر عادي ډول سره ځمکې ته کښته پورته کېدل یا کوپېدل،په څوکۍ ډېر کېناستل، په نمجنه ځمکه ډېر کېناستل دا ټول د دې لامې کېږی چط د ملا او پښتو په شدید درد سره مخ شو.

ډاکټران وايي د ملا درد لپاره تر هر څه د دمخه باید د کلسیم ګولۍ وخوړل شي او خپل فزیکي فعالیت ډېر کړو تر څو د دردنو ارامښت مو ترلاسه شي.ځینې خلک بیا د ده لپاره چې د ملا درد یې ښه شي په شیدو کې د هګۍ اچولو څخه کار کار اخلي دا خو سمه ده چې هره ناروغۍ لپاره خدای درملنې پيدا کړې خو دا په هغه وخت کې ګټه لري چې دردونه موډېر نه وي. خو د ده ناروغۍ د پرمختګ به صورت کې باید نورې لارو چارو پسې وګرځو.

هره ناروغۍ د انسان په مغز خپله اغېزه پرېږدي، او زمونږ ورسره اندیېښنې هم مل شی او تل مو دې ته ټول فکر وي چې زما د دردونو درملنه به څنګه شي؟زه به څومره وخت ناروغ اوسم؟دا ناروغۍ به ماسره تر مړینې مل وي؟….

دلته د ملا درد یوه ډېره ساده درملنه وړاندې کړې چې په کولو سره به یې نور د ملا له درد سره خدای پاماني وکړئ.

نن راسره په ګډه د ملا درد لپاره یوه درملنه دروړاندې کوو چې دا درملنه یوازې یو ځل کېږي، او خورا ګټوره به ستاسو لپاره  وی. خو باید چې دا درملنه دوه میاشتې دوام وکړي او کوم ځنډ پکې رانشي.

د دې ناروغۍ اغېزه به دوه اوونیو کې لیدل کېږي، خو مخکې له دې چې د خپل خوب بستر ته لاړ شئ دا کارونه ترسره کړئ.

۱ـ یو دانه وچ انځر

۲ـ یو دانه وچ زردالو( زمونږ به عامه اصطلاح کې ورته کیشته وایي)

۳ـ یو دانه وچ الو بخارا۰په بازار کې په زیاته کچه وچ الو بخارا پیدا کېږي چې د جوس په بڼه هم خرڅېږي.

د درې مېوو ګټه د ملا درد او د ستون فقرات هغو نسجونو لپاره چې خپل توان یې له لاسه ورکړی وي ډېر ګټور ده، او زمونږ بدن داسې کوي لکه نوې روح چې مو بدن کې راګرځېدلې وي.

انځرو الو بخارا او زردالو د ملا درد، د ستون فقرات درد او د پښو درد په پوره توګه ښه کوي.کله چې تاسې هره شپه مخکې له خوبه دا درې خوراکي توکي وخورئ، نو په کورنۍ درملنې سره ډېر ژر ښه شئ.

بله خبره دا ده چې ځینې کسان د دې عادت نه لري چې دا مېوې وچې وخوري او له دې مېوو په خوړولو سره یې غاښونو ته هم لوی تاوان ورسېږي نو هغوی چې د دې ناروغۍ له درده کړېږي او لا هم نه پوهېږي څه وخوري او څه وکړي د دې مېوو څخه طبیعي جوس جوړ کړئ او وېخورئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.