The news is by your side.

امریکا هم د مي میاشت کې نه وزي

خبریال ویبپاڼه/ د جرمني په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو لا له وړاندې په افغانستان کې د پاتي کیدلو فیصله کړې وه اوس داسې ښکاري چې امریکا هم په همدې موخه افغانستان کې خپل سرتیري پریږدي.

د امریکا د استازو جرګه کې د وسلوال پوځ د خدمتونو کمېټې مشر ادم سمیت ویلي چې د خپلو د اهدافو د ساتلو په موخه به له مي میاشتي وروسته هم امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتي سي.

هغه ویلي چې د امریکايي سرتیرو د پاتي کیدلو په هکله یې خبرې کړې دي او لږ سرتیري به په یو شمېر ځایونوکې د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره پاتي وي.

په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو چوکاټ یا ناټو هم ویلي چې دوی به خپل سرتیري شرایطو ته په  کتلو سره له افغانستانه وباسي خو په وینا يې اوس هغه وخت نه دی چې ناټو دي له افغانستانه ووزي د ناټو چوکاټ کې نیوزیلنډ هغه هېواد دی چې تر راتلوونکي می میاشت پوري غواړي خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.

جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ویلي چې لاهم په افغانستان کې پاتیږي او خپلو پوځي دندو ته دوام ورکوي خو پوښتنه داده چې د بهرنیانو شتون امنیت سره مرسته کولای سي؟

د تیرو ۱۹ کلونو په تیریدلو سره چې دلته د بهرنیو ځواکونو  شمېر تر یو لک زیات وو، د امنیت د تامین لپاره يې هیڅ مرسته ونکړه خو اوس چې د دې سرتیرو شمېر یوازي زرګونه دی څومره مرسته د امنیت ټینګښتت سره وکړي.

امریکا خپله ویلي چې سرتیري د خپلو اهدافو لپاره پریږدي ادم سمیت داسې و نه ویل چې پوځیان د دې لپاره چې د افغانستان خراب امنیت ښه کولو او یاهم افغان ځواکونو د روزنې لپاره پوځیان پریږدي.

پسرلي او د جګړې فصل ته یوازي د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي خو له دې وړاندې هم جګړه هدفي وژني او بمي چاودنې هغه څه وې چې روانې دي اوخلک يې خورا اندېښمن کړي دي.

تر ډیره بریده داسې فکر کیږي چې که د سولې په لور قدمونه اوچت نه سي نو جګړې زور اخلي او لیري نه ده چې حالات به تر دې هم خراب سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.