The news is by your side.

ولې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذي بریدونه زیات شوي؟

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې امنیتي چارواکي د نفوذي بریدونو د مخنیوي لپاره د ځانګړو تدابیرو خبره کوي، خو د هېواد په جنوب لویدیځ زون کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذي بریدونو زور اخیستی دی.

تازه د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د پولیسو یوه پوسته کې نفوذي کسانو پر خپلو ملګرو برید کړی، درې تنه یې وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.

د ارزګان چارواکو ویلي چې بریدګر دوه تنه وو او وړمه شپه نهه بجې یې د ترینکوټ ښار د دوهمې حوزې اړوند په یوه امنیتي پوسته کې پخپلو همکارانو برید کړی، چې پکې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا د هېواد په جنوبي لویدیځ زون کې د نفوذي بریدونو یوه کوچنۍ بېلګه ده، کابو هره میاشت په جنوبي ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته کېږي، څو ورځې وړاندې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته کې هم نفوذي کسانو پر خپلو ملګرو برید کړی وو او نهه پولیس یې وژل وو.

که څه هم د امنیتي ادارو چارواکو ویلي چې د نفوذي بریدونو د مخنیوي لپاره یې اړین اقدامات ترسره کړي، خو داسې ښکاري چې دغه ډول پېښې اوس هم په شدت دوام لري او نه یوازې کمې شوې دي، بلکې خونړۍ شوې دي.

د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو لیکو کې د شمولیت پروسې اسانتیا، کمزوری مدیریت، یو شمېر سیمو کې د طالبانو مطلق کنټرول، د ولس او دولت ترمنځ د اړیکو پيکه والی، د امنیتي ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ نشتون، د الکترونیکي تذکرو پروسې ځنډ او یو شمېر نور مسایل هغه څه دي چې د هېواد په جنوب لویدیځ زون کې یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذي بریدونو ته زمینه برابره کړې ده.

بل لوی عامل د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د تشکیل کمبود دی، ځکه کله چې د پولیس تشکیل کم او د خلکو دلچسپي ورسره زیاته نه وي، په ډېره اسانۍ د امنیتي ادارو لخوا دې ته له پام پرته چې وې څاري او هویت یې په بشپړ ډول مالوم کړي، خلک د پولیسو لیکو ته جذبېږي، ځکه دوی په دې فکر کې دي، چې تر نه څه، لږ څه هم ښه دي، که هر رقم وي، بشري قوه ده، سلاح په لاس کې ورکړه او جنګ پرې کوه، خو خبر نه دي چې د هغوی نه تشخیص بله ورځ د بسته یوې پوستې د سقوط لامل ګرځي.

د پولیسو چارواکو ته پکار دا ده چې نور د نفوذي بریدونو د مخنیوي لپاره هلې ځلې جدي کړي او تر بشپړ تحقیق، قوي ضمانت اخیستو، بایومټریک پروسې بشپړولو او د روحي وضعیت ارزونې وروسته اړوند شخص د پولیسو په لیکو کې جلب کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.