The news is by your side.

دوه ستر شرکتونه د کرونا معلومولو تکنالوژي جوړوي

خبریال وېب پاڼه/د ګوګل او اپل شرکتونه په ګډه د داسې ټکنالوژۍ پر جوړولو کار کوي چې د کرونا په ډګر کې یو نوی تحول را منځته کړي.

د دغې شرکتونو استازي وایي په ګډه په داسې ټکنالوژۍ کار کوي چې له مخې به یې خلکو ته وښیي چې پر کرونا له اخته شویو کسانو سره یې اړیکه نیول شوې ده او کنه. دا تکنالوژي به له نورو اپلیکېشنونو سره مرسته وکړي چې په اغېزمنه توګه د کرونا وبا وڅاري او خلک پرې پوه کړي.

تر دې وړاندې د روسیې او امریکا په ګډون ځینې هېوادونو د خپلو وګړو لپاره په داسې اپلیکېشنونو کار کړی ؤ چې وکولی شي د کرونا تشخیص پرې وکړي او یا د هغو کسانو چې په کرونا اخته دي، ځایونه تشخیص او نورو وګړو ته یې په احتیاطي توګه ځایونه په ګوته کړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت هم د مخابراتو او معلوماتو د وزارت په مرسته د کرونا د تشخیص یو اپلیکېشن جوړ کړی دی خو د کاروونکو په وینا دغه ايلیکېشن نیمګړتیاوې لري او په عمومي کچه دروغجن تشخیص کوي چې دې چارې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

دغه دواړه شرکتونه وایي چې په دې لټه کې دي چې داسې یوه ټکنالوژي وړاندې کړي چې د نورو اضافي اپلیکېشنونو د ډانلوډ اړتیا پېښه نه شي او وګړي په آسانۍ ورته لاسرسی وکړي. دوی دا هم وایي چې د وګړو د خصوصي حریم په پام کې نیولو سره به د هغو کسانو پېژندګلوي نه کوي چې په خپله خوښه دغې پروګرام ته د ننه کېږي.

د کویډاـ۱۹ ناروغۍ د څارنې دغه سیستم به د ځیرکو مبایلونو د بلوتوث په کارونې سره خپله دنده ترسره کوي او دا به دا وښیي چې ایا د موبایل کاروونکی له کرونا ځپلو کسانو سره د کافي وخت لپاره پاتې شوی دی او که نه، که چېرته له کرونا ځپلو کسانو سره نیږدې پاتې شوی وي، موبایل به ورته پیغام کوي. دا ټکنالوژي به ښایي ډېرو ته له تصور پورته ښکاري خو دغې شرکتونو ډاډ ورکړی چې په نیږدې راتلونکي کې به یې د نړۍ مخې ته کېږدي.

تر اوسه د دغې ټکنالوژۍ لپاره په اروپایي هېوادونو کې په مثبت نظر کتل شوي او هرکلی یې شوی دی خو د امریکا ولسمشر د اپل او ګوګل شرکتونو څخه د یوې اونۍ وخت غوښتی تر څو له خپلو حکومتي چارواکو سره پرې سلا مشوره وکړي.

په ټوله کې نړۍ اوس د څه همداسې ټکنالوژۍ لپاره اړتیا لري تر څو وکولی شي د کرونا له واکسین جوړېدو وړاندې د دغې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance