The news is by your side.

طالبانو بغلان کې په تېرې اوونۍ ٣٠ کې ملکي وګړي وژلي

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو بغلان کې د جګړې د کموالي په هڅو کې، خو بیا یې هم په تېره یوه اوونۍ کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي.

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې طالبان د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په موخه په دغه ولایت کې د جګړې راکمولو په هڅه کې دي،
او خپله ژمنتیا سولې ته ښايي.

نصیر نجم د بغلان والي ویاند وايي، چې طالبانو د شپې پانه خپره کړې او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي دي چې سولې ته د رسېدو په موخه جګړه را کمه کړي او دا یي هم ویلي چې نور به په لویو لارو کې بریدونه نه کوي، د بغلان ولایتي چارواکي د طالبانو د دغه اقدام څخه هرکلی کوي.

په ورته وخت د یاد ولایت مدني فعالان هم د طالبانو د دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي وايي چې خلک يي جګړې ستړي کړي دي.

دوی وايي اوس د دې وخت را رسېدلی، چې ښکېلې لوري دې جګړه ختمه کړي او د سولې خبرې دې پیل کړي.

دوی وايي چې د کرونا ویروس پراخېدو سره په ټوله نړۍ کې جګړه کمه شوې ده او دولت او طالبانو دې په ګډه سره د دغه ویروس سره مبارزه وکړي.

خو له دې بیا ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه شپې پانې دوی پوري تړاو نه لري.

بل خوا د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا دېریش ملکیان د طالبانو لخوا وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

فیصل وايي ډیری ملکي وګړي د سړک د غاړې ماینونو له امله مړه شوي دي.

طالبان باید د سولې پروسې پرمختګ لپاره اوربند وکړي تر څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.