The news is by your side.

بادغیس کې پر ٤٤ میلیون افغانیو د اوبو کانال جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ په بادغیس ولایت کې د نږدې ٤٤ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار روان دی.

د نږدې ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه اییز پروګرام له لوري د بادغیس ولایت په مرکز پورې اړوند کلي باغک کې د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په لړ کې چې د هندوستان له لوري تمویل شوې په یاد کلي کې د ۲۴۳۹ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال په پاخه ډول جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۸۷۳۳ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۴۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او ۱۴۰۰۰ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

د هېواد پرېمانه اوبه او ورته د مدیریت ځانګړی فصل؛
د بادغیس مرکز اړوند باغک کلي کې د اوبو لګولو ددغه کانال چارې اتیا سلنه بشپړې شوي دي.

دغه کانال نیږدې دوه نیم کیلومتره اوږدوالی لري او ۴۴ مېلیونه افغانۍ پرې مصرفیږي چې په جوړیدو سره به ۴۷۰ جریبه بې اوبو ځمکې ته اوبه ورسوي او ۱۴۰۰۰ ځايي اوسیدونکو ته به یې مستقیماً ګټه ورسیږي.

په ورته مهال تېره اوونۍ په کاپیسا، کونړ او خوست ولایتونو کې هم د بیا رغونې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د مالیې وزارت ویلي و، چې د ١٣٩٩ه ش کال د بیارغونې پر پروژو بیا کتنه وکړي او یو اندازه پیسې به یې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره ځانګړي کړي.

اوس مهال د بیارغونو د ډېر شمېر پروژو کارونه د ولایتونو د قرنطین کېدو له امله ځنډول شوي دي.

په ورته وخت د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت استحکامي پول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار ولایت د سړکونو د ساتنې ادارې له لورې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ابکو سیمه کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو استحکامي پول تر جوړېدو وروسته نن د وري په ۲۴مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، اته میاشتې وړاندې یې د سیمې خلکو سره د یاد پل د جوړېدو ژمنه کړې وه چې د سکتوري خدمتونو او د سړکونو د ساتنې رئیسانو د تعقیب او د سیمې د خلکو په مرسته یې جوړ او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د ننګرهار ولایت د سړکونو د ساتنې ادارې رئیس انجینر حامد ضیا وویل، یاد پل یې د وزارت له بودجې څخه جوړ کړی چې ژر به یې دواړو خواو ته استنادي دېوالونه هم جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د حلقوي سړک د چارو د پیل کېدو په موخه هم پلان جوړوي، ترڅو بېلابېلې ولسوالۍ سره وتړل شي او خلکو ته د تګ راتګ سهولتونه برابر شي.

د وزیرو سیمې قومي مشران، وايي چې د پل د جوړېدو وړاندې یې د سیمې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو چې په دې برخه کې ستونزه په اساسي ډول حل شوه.

بل خوا بیا هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې یو زر او۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي؛ د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا د دې ولایت په شپږو ولسوالیو «رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوږیانیو او شېرزادو» کې د ستروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچې یو زر او۹۵۲ جریبه بڼونه جوړ شوي دي.

د کرنې او کلیوالي پراختیا پروژه « CBARD» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کړي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.

یاد ریاست وايي، د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې ننګرهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.