The news is by your side.

ملګري ملتونه؛ په افغان سولې کې همکارۍ ته ژمن یو

خبریال وېب پاڼه/ملګري ملتونه په خپل تازه بیان کې وایي چې په افغان سولې کې هر راز مرستې او همکارۍ ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان او یمن په هکله د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ګوتریش وایي چې د دوی هڅو په یمن کې د اوربند زمینه برابره کړه او هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې هم روان بحراني حالت قابو کړي او د اوربند لپاره لار پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو تبادله هم پیل شوې ده خو د جګړې په دګر کې لا هم کوم بدلون نه دی راغلی او دې خالت ولس سخت اندېښمن کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل تازه بیان کې ویلي چې افغان سیاسیون یووالي ته اړتیا لري او زیاتوي چې په دې حساسو او سختو شرایطو کې سره یو موټی شي. نوموړی وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله په دغه هېواد کې سیاسي کرکېچ یو نوی بهران را منځته کولی شي.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په افغان حکومت غږ کړی ؤ چې په دغه هېواد کې دې سیاسي خلا له منځه یوړل شي او د سولې لپاره دې ګډ کار وشي. دوی پر افغان مشرانو غږ کړی ؤ چې د ولس لپاره سره متحد شي او د طالب بندیانو د خوشي کولو په موضوع کې را منځته شوې نا همغږي له منځه یوسي ځکه په خبره یې دا هم د بین الافغاني خبرو لپاره یو خنډ جوړولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل، ورسره هم مهاله د تېر ملي یووالي حکومت شریک هم د ولسمشرۍ مدعي شو او موازي حکومت یې اعلان کړ. د دواړو مشرانو تر منځ اختلافاتو نړیوال شریکان هم را وپارول او د دوی تر منځ د شته ستونزو د حل غوښتونکي شول.

که څه هم ځینې سرچینې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د روانو مذاکراتو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکوي خو په ورته وخت کې ځینې ګنګسې شته چې دوی دواړه لا هم ژور اختلافات لري.

ملګري ملتونه وروسته له هغه په افغان سوله کې د خپلو هڅو غږ کوي چې تېره ورځ افغان حکومت هم له نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او د حرمینو شریفینو له امام څخه په افغانستان کې د اوربند کولو همکاري غوښتې وه.

ایران او ملګرو ملتونو په ګډه ویلي دي چې په افغانستان کې روانه کشاله یوازې د خبرو او ډیپلوماسۍ له مخې حل کېدی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.