The news is by your side.

نن د کرونا پر وړاندې د لس زره ډاکتران روزنه پیلېږي

خبریال وېب پاڼه/له کرونا سره د مبارزې دولتي عالي کمېټه په خپلو تازه څرګندونو کې چې د ولسي جرګې له روغتیایي کمسیون سره یې کړې، ویلي چې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته لس زره ډاکتران روزي.

د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې شوې کمېټه زیاتوي چې هڅه کوي د لس زره ډاکتروانو د روزنې او دغه راز د کرونا پر وړاندې مبارزه کې روغتیا پالانو ته د ځانګړو جامو د تولید بهیر ژر پیل کړي. د یادې کمېټې مشر د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون غړو ته ویلي که له کرونا سره د مبارزې لپاره بودیجه تعدیل شي او زیاتې شي، دوی به خپلو چارو ته ښه لاسرسی وکړي.

کرونا اوس په یو نړیوال ناورین اوښتی چې د نړۍ په کچه یې تر ۱۸ لکو زیات وګړي تر برید لاندې را وستلي او شاوخوا ۱۱۴ زره کسان د دغې وبا له امله وژل شوي دي. په دې کې لویه برخه هقربانیان له امریکا څخه دي چې شمېر یې تر ۲۲ زرو اوړي او تر ۵۶۰ زرو زیات کسان یې پرې اخته هم دي.

هخوا په اروپا کې بیا ایټالیا او اسپانیا د زیاتو قرباني هېوادونو په سر کې دي چې له ایټالیا څخه یې تر ۱۹ زرو زیات کسان وژلي او په اسپانیا کې یې د مړو شمېر تر س۱۷ زرو اړولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دریو ورځو کې امریکا د کرونا له امله د خونړۍ قربانۍ شاهده ده. په دغه هېواد کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د دوژل شویو کسانو لوی ریکارډ ښیي. تر دې مخکې ایټالیا وه چې په ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا له امله تر ۱۰۰۰ پورې کسان له لاسه ورکړي وو.

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې تر دې دمه تر ۶۰۷ پورې لوړې شوې دي چې له ډلې یې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاس ورکړی او ۳۷ نور ورڅخه بېرته رغېدلي دي. د هرات ولایتي روغتیایي چارواکو هم ویلي چې په دغه ولایت کې د ناروغانو وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او تمه یې ښودلې چې په نیږدې ورځو کې به یو شمېر ناروغان خپلو کورنو ته استوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر وایي چې د لس زرو ډاکترانو د روزنې بهیر به نن پیل شي. دوی ته به په کابل کې روزنه ورکول کېږي. ښاغلی فېروزالدن فېروز وایي دوی خپلو امکاناتو ته په کتو هڅه کوي د کرونا پر وړاندې اغېزمن ګامونه واخلي او د دغې وبا د خپرېدو مخنیوی وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.