The news is by your side.

زلمي خلیلزاد د بندیانو له تبادلې هرکلی وکړ

خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په خپلو تازه څرګندونو کې د دولت او طالبانو د بندیانو د خوشي کولو او تبادلې له بهیر څخه هرکلی کړی دی.

ښاغلي زلمي خلیلزاد ویلي چې حکومت او طالبان دې د سولې بهیر د بریالي کېدو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. نوموړی وایي د حکومت او طالبانو لخوا د یو او بل لوري د بندیانو خوشي کول غوره ګام دی او هیله یې ښودلې چې دې سره به دواړه لوري سولې ته نیږدې شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه د روانې اپریل میاشتې په ۱۲ مه نېټه د حکومت له خوا دریمه جوپه طالب بندیان هم خوشي شول چې ورسره هم مهاله وسلوالو طالبانو هم په کندهار کې شل کسه د ملي ځواکونو اسیر بندیان خوشي کړل. دوی دغه بندیان په کندهار کې د سره صلیب کمېټې ته سپارلي وو.

تر دې وړاندې کله چې د امریکا او طالب اورپکو تر منځ د سولې لومړنۍ توافق نامه لاسلیک شوه، طالبانو د زرو بندیانو د پوره کولو لپاره په مرکزي ولایت وردګو کې یو شمېر ملکي وګړي نیولي وو خو موده وروسته یې بېرته خوشي کړل.

حکومت تر دې مهاله د وسلوالو طالبانو ۳۰۰ بندیان خوشي کړي دي او ویل کېږي چې ښایي ۱۵۰۰ بندیان خوشي کړي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان هم په نړیوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د خپرېدو له امله دې بندیان خوشي شي تر څو د لویو فاجعو مخه ونیول شي. دغه سازمان موده مخکې پر افغان حکومت هم غږ کړی ؤ چې د بندیانو په خوشي کولو کې دې ښځو ته لومړیتوب ورکړي. حکومت یې هم د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې ښځینه بندیانې به لومړی خوشي کوي.

دوه اونۍ وړاندې حکومت د یو شمېر ولایتونو له زندانونو څخه لسګونه هغه بندیان خوشي کړل چې په وړو جرمونو باندې بندیان شوي وو.

افغان سولې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي د جګړې پر دواړو لوریو غږ کړی چې خپلې هڅې دې نورې هم ګړندۍ کړي تر څو د سولې لپاره شته هیله په یو فرصت بدلې شي او په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه شي.

نوموړی همداراز کرونا ته په اشارې وایي چې دواړه لوري دې د شته ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره هم پر یو واحد دریځ کار وکړي. زلمی خلیلزاد وروسته له هغه خپل غبرګون ښیي چې تېره ورځ طالبانو په لومړي ځل د ملي ځواکونو شل سرتېري خوشي او سره صلیب ولایتي کمېټې ته تسلیم کړل.

سره صلیب هم تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د طالبانو لخوا خوشي حکومتي بندیان یې کندهار کې چارواکو ته سپارلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance