The news is by your side.

وزیر: اشرف غني د ډیورنډ دواړو غاړو ولسمشر دی

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مخکښ غړي په خپل ټویټر لیکلي دي چې محمد اشرف غني د ډیورنډ تپل شوې کرښې د دواړو خواوو ولسمشر دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری وخت په خپلو غونډو کې د لوی افغانستان په پلویتوب داسې ویناوې کوي چې د پاکستاني ترهګر سالار ریاست له سختو غبرګونونو سره هم مخ کېږي او په تېر کې یې څو ځله د دغې غورځنګ مخکښ مشران هم په رنګا رنګ تورونو باندې بندیان کړي دي.

منظور پشتین چې د دغې غورځنګ مشر دی، تل یې د پښتنو د غږ اوچتولو او پاچا خان آیډیالوژي چلولې ده. دغه ځوان او د زړونو رهبر اوس د نړۍ په هر ګوټ کې مینوال لري او د بشر دوستۍ لپاره یې تل نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

د پاکستان څارګرې ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو خپلو ته له هرې ممکنه لارې ګټه اخیستې ده. تېر کال یې د همدې علي وزیر په کور هم د طالب اورپکو په جامه کې برید کړی ؤ چې ځاني تلفات تیې هم لرل. د آزادۍ او لوی افغانستان په مینه مست علي وزیر د پاکستاني ریاست په دغه شومو کارونو ګوښې ته نه شو او همت یې نور هم لوړ شو. ده له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په تقریباً هره جلسه کې برخه اخیستې ده او د ریاست هېڅ فشار ته تسلیم شوی نه دی.

د ډیورنډ تپل شوې او نه منونکې کرښې په دواړو غاړو کې د پاکستان د ترهګرې څارګرې ادارې لخوا د تشدد او ترهګرۍ روزنه او پاګونه کېږي. دوی د طالب، داعش، لشکر طیبه او ګڼ شمېر نورو ترهګرو ډلو ټپلو لپاره روزنیز کمپونه جوړ کړي دي او په دې لړ کې یې تل د پښتنو لوی کادرونه چې د غږ او حساب خلک دي، په نښه کړي او له منځه یې وړي دي.

پي ټي اېم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاچا خان د عدم تشدد په دریځ باندې ځانونه دومره غښتلي کړي دي چې اوس د نړۍ په هر ګوټ کې د دوی په پلويتوب لاریونونه کېږي او له نړیوالو ښکېلو سازمانونو څخه پر پاکستان د فشار واردولو غوښتنه کوي.

پاکستان ډېری وخت د هغه غږونو د مړه کولو هڅه کړې ده چې د لوی افغانستان ناره زمزمه کوي. دوی په هره ممکنه لار هڅه کوي په سیمه کې وېره خپره کړي او د حق غوښتنې دریځ کمزوری کړي خو برعکس د منظور خانۍ او پاچا خانۍ فکر لا ځواکمنېږي.

علي وزیر په خپل ټویټ کې وایي چې اشرف غني د دواړو غاړو ولسمشر دی او ټول افغانان به یې تر څنګ ولاړ وي. دا چې ښاغلي وزیر به په دې ټویټ کې چا ته ګوت څنډنه کړې ده، له ورایه ښکاري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.