The news is by your side.

وردګ ولایت کې پنځه د اوبو ذخیروي بندونه جوړيږي

خبریال وېب پاڼه/ د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د اوبو د تنظيم ملي ادارې له لوري د اوبو پنځه ذخیروي بندونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د څه باندې دوه میلیونه او درې لکه افغانیو په ارزښت به جوړ شي.

د ټول ولایت په کچه د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په مرکز میدان ښار، چک او جلريز ولسوالیو کې پنځه د اوبو ذخیروي بندونه د ولایتي چاراکو په غوښتنه او وړاندېز د اوبو د تنظيم ملي ادارې له لوري د کریستال افغان شرکت جوړوي.

د میدان وردګو والي مظفرالدین یمین د دغې بند د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې وویل چې میدان وردګ ولایت یو کرنیز ولایت دی، تر ټولو ډېر د اوبو تنظیم ته اړتیا لري، دا ډول بندونه يې د ښېرازۍ، کرنې او په ځان بسیاينې برخه کې مهم وبلل.

د نوموړي پر وینا په ټول ولایت کې به د ذخیروي بندونو سربېره لوی بندونه هم جوړيږي تر څو د بزګرانو او ولسونو لپاره د کار زمینه مساعده شي او وبه کولای شو په دې سره ولسونو ته ښه خدمات وړاندې کړو.

بل خوا بیا د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهري د دا ډول بندونو په جوړولو ټينګار وکړ او دا يې د اوبو په تغذیه، تنظيم له کمو اوبو څخه په ډېره استفاده کې اړین و بللو.

د دې بند شا او خوا سيمو کې د ښېرازۍ او سمسورتیا په موخه د عزيزي بانک ادارې له لوري یو شمېر زینتي نیالګي هم د سیمه اییزو چارواکو او مسؤولینو له خوا کېنول شول.

له دې مخکې هم په ننګرهار کې د اوبو ۳۰ بندونو چارې پیل شوې او په ننګرهار ولايت کې به د اوبو ٣٠ کوچني بندونه جوړ شي.

چارواکو ویلې وو چې د اوبو د دغو بندونو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي دي.

په ننګرهار کې د ٣٠ ډيمونو يا وړو بندونو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې دي، د عملي کار د پيل لپاره يې قرار دادونه مرکز ته لېږل شوي، چې منظور شي، له دې سره به په دې ولايت کې د اوبو په برخه کې ډېره ستونزه حل شي.

بل خوا بیا غزني کې هم د اوبو بندونو په اړه اندېښنې شتون لري.

د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د جګړو له امله په‌دغه ولایت کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، له نا امنیو وړاندې په غزني ولایت کې د اوبو درې ستر بندونه فعال وو، کرنیز محصولات‌یې هم ښه او بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل چې نړیوال شهرت‌یې درلود.

د افغانستان په زياتو ولايتونو کې خلک شکايت لري، چې د سيندونو اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي او دوى زياته ګټه نه شي ورڅخه اخيستلاى.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.