The news is by your side.

حکمتیار؛ امریکا یو ځل بیا سهامي شرکت را منځته کوي

خبریال وېب پاڼه/د الامي حزب مشر او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ګلبدالدین حکمتیار وایي چې امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د سهامي شرکت جوړولو په لټه کې ده.

ښاغلی حکمتیار وایي چې امریکا د افغانستان د روان بحران اصلي لامل امریکا ده او په دې هڅه کې ده چې یو ځل بیا د تېر دوه سري حکومت لړۍ وغځوي. نوموړی زیاتوي چې امریکا غواړي دولت جوړوونکی او د ثبات او همپالنې ټیم په واک کې سره برخوال کړي او پینځه نور کلونه نور هم د ملي یووالي حکومت وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې کب میاشتې نه را په دې خوا کله چې ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل او ورسره جوخت پخواني اجرایه رییس عبدالله هم د موازي حکومت اعلان وکړ، چې په هېواد کې یو سیاسي بحران را منځته شو او دې حالت د امریکا په ګډون نړیوال شریکان هم را وپارول.

د دواړو مشرانو تر منځ د دغې بحران د له منځه وړلو لپاره د امریکا د بهرنو چارو وزیر هم کابل ته راغی خو راتګ یې کومه ګټه ونکړه. له هغې وروسته په کور د ننه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینو سیاسي مشرانو په منځګړیتوب د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ یوې هوکړې ته د رسېدو هڅې پیل شوې خو تر اوسه هم توانېدلي نه دي چې یو قناعت کوونکي حالت ته ورسېږي.

نړیوالې ټولنې، ناټو او د افغانستان په چارو کې یو شمېر نورو دخیلو خواوو هم پر دواړو مشرانو د خپل منځي ستونزو د حل کولو غږ وشو، چې وروستی هغه یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او تر هغه وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ؤ.

ګلبدین حکمتیار وایي امریکا په دې هڅه کې ده چې یو کمزوری، دوه سری او بې کفایته حکومت را منځته کړي. نوموړی همداراز وایي چې دوې وړې ډلګۍ په دې هڅه کې دي چې د ملت سرنوشت په لاس کې واخلي او د خلکو په رایو لوبې وکړي. ښاغلي حکمتیار که څه هم په ښکاره و نه ویل چې کومې دوې ډلګۍ خو موخه یې ولسمشر غني او ډاتر عبدالله وو.

د حزب اسلامي مشر امریکا په افغانستان کې په ناسم سیاست تورنه کړه او ویې ویل چې دوی په افغانستان کې په هره برخه کې ناکام دي. نوموړی په افغانستان کې روانه سیاسي سناریو د امریکا له لوري یو عمدي عمل بولي او زیاتوي که ملت د خپل برخلیک لپاره لاس په کار نه شي او غږ اوچت نه کړي، هېواد به یو خورا بد حالت ته لاړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.