The news is by your side.

غریب تباه دی

خبريال ويب پاڼه/ پخوانی پښتو کلاسیک متل دی وایي د غریب سړي حلوه کې هم غاښ وتی وي، دا دا مانا نلري چې غریب حلوه خوري نو غاښ یې غورځي، بلکه ددې معنا دا ده چې غریب همیشه د ټولنې د بدو دودونو، عادتونو او عنعناتو له امله بد قسمته وي.

راځئ عام ژوند ته، کله چې د مزدور د ورځې دیاړې په کوم هېواد کې درې سوه افغانئ وي او همدغه هیواد کې رومیان چارک ۱۳۰ افغانئ وي، پیاز هم د سلو څخه کم نه وي،د داکتر د کتنې فیس ۲۵۰ افغانئ، عادي کوچنی ګلپي ۵۰ افغانئ، لیمو خو درته د پنځوسوافغانیو درکوي نه، اوړه تقریبا ۱۸۰۰ افغانئ بوجئ نو خود به خوده به دا شعار د هر چا له خولې اورئ چې غریب تباه دی.

د عادي معلم معاش ۷۰۰۰ افغانئ فرض کړه چې یې لس ورځې هم ګوزاره نه پرې کیږي.متاسفانه وروسته پاتې هیوادونو کې غریب ځکه تباه وي چې یو خو پکې سیاسي بې ثباتي زیاته وي، سیاسي ناندرئ هم کش کې وي، مناسب اقتصادي سیاستونه هم نه وي چې د ثابتو عاید لرونکو خلکو ژوند ورسره ښه شي، اتکا د داخلي اقتصاد هم په بهرنیو کومکونو او خیراتونو وي، د ټولنې اکثره شتمني د یو څو محدودو خلکو په لاس کې وي، کاروبارونه هم اکثریت انحصاري شکل لري نو خود به خوده دا شعار داسې هیوادونو کې صدق کوي چې غریب تباه دي. دا هر څه په خپل ځای، بیا چې یو خو هسې هم دموزیګي د شلیدلي کټ غوندې زنده ګي وي او په دې کې د کرونا وایروس مرض هم راشي، کاروبارونه بند، دوکانونه بند، مکتبونه بند، مزدوري او نور هر څه بند، نو داسې حال کې هغه خلک چې ګوزاره یې په روزمره ګټونکي عاید باندې وي خود بخوده تباده دي، ځکه وایي ماهی چې وژل کیږي نو اوبه ترې منفي کړه، د ژوند دغسې ترخو شیبو کې ویلای شو چې غریب تباه دی.

دکرونا له امله نه یواځې دا چې افغانستان کې غریب تباه دی بلکه په ټوله نړئ کې غریب تباه دی، په پوهنتونو او همداشان اکادمیکو ماحولونو کې هم د غریب ځوی سره نه څوک ملګرتیا کوي او نه ورته چندان په درنښت ګوري، متاسفانه د پوهنتونو محصلین هم د پیسو په تول باندې انسان تلي، که کشو پش دې برابر وو، خرچې دې کولې او پیسې دې مصرفولې نو ټول به دې ملګري وي او که خوارپړک وې نو بیا درسره څوک په پراخه پیشاني ستړي مشي هم نه کوي، نو ځکه خو مونږ وایو چې غریب تباه دی.

زمونږ ټولنه هم نو هغه ټولنه ده چې مسلماني پکې یواځې تر لمونځ کولو پورې محدوده دده نور چې د چا څومره وس کیږي غریب ته لته ورکوي، او څومره یې چې وسه کیږي نو ظلم کوي فقط او فقط د خپلو مادي ګټو لپاره، په خوله خو ټول مسلمانان وايي چې حساب شته، کتاب شته، مرګ شته او عذاب شته خو په زړه کې پرې قوي مطمین نه وي او شیطان ورته وسواس او د ګټو حرض اچوي.لکه دوکاندار په قیمت فروشئ کې، د کلي خان په ملکئ کې ، چارواکي په چارواکئ کې او همداسې نو هم درواخله ، لنډه دا چې په داسې شرایطو کې دغریب د لاسه ژوند وتونکی وي او دا شعار بیا صدق کوي چې غریب دلته هم تباه دی. ماده پرستي دومره زیاته شوې ده چې په وروسته پاتې ټولنه کې غریب بیچاره سره څوک خیشاوندي هم نه کوي، یعنې چې غریب شوې نو واده هم په اسانه کولای نشې او وچه یې زمونږ د ټولنې کلاسیسک درانه پرمصرفه ودونه او دودونه دي، نو چې واده نه شې کولای، ټولنیز قضاوت دې په ثروت او شتمنئ اساس کوې نو بیا هم دلته غریب تباه دی.

د ټولنې اکثریت قشر چې دوه وخته ډوډئ ته حیران وي نو هغه څنګه د ولور غوندې ناوړه دود، او همدا شان پرمصرفه رواجونه برداشت کولای شي، د شتمنو خلکو خو تعلیمي معیار کې هم بول بالا وي او په مودرنو عصري وسایلو سمبال ښوونځیو کې یې اولادونه درسونه وایي ، ولې د غریب ځوی بیچاره د ولسوالیو په وروسته پاتې بې چته او بې کتابونو ښونځیو کې زړه وچوي او ټول کال کې لس ورقې درس هم نشي ویلای، نو ویلای شو چې غریب څه چې د غریب ځوی هم تباه دی. په اصل کې د ټولنې نورمونه داسې ترتیب دی چې پیسه داره په غریب باندې تل واکمن وي او دا هغه ټولنې دې چرته چې په کمپاینونو کې او سیاسي مبارزو کې د غریبو ځامنو نه د رایو د راټولولو په خاطر کار اخستل کیږي خو صاحبِ بهادر چې کله واک ته ورسیږي نو غریب ځوانان بیا ایګنور کړي او د شتمنو ځآمنو ته چوکئ او سیټونه مختص کړي نو سیاسي واکمنیو کې هم د غریب حال تباه دی.
غریب بیچاره ګان ځوانان سی ویانې لیږي خو نتیجه د خپلې سي وي بیا د چیپسو والا سره ګوري کله چې چپس ورته دده سي وي کې واچوي او چپس خلاصیدو نه وروسته ځوان دفتر ته ورکړل شوې سی وي وګوري نو خولې نه یې خود به خوده وځي چې غریب تباه دی.

غریب د اقتصادي وضعیته دومره خراب وي چې کله کوم اشنا سړي سره کابل ته مثلا موټر کې سفر کوي نو بیچاره د فقر له امله تر کابله دا فکر کوي چې کرایه به زه ورکوم او که دی، ځکه که دی یې ورکړي نو بودیجه د سفریې چې تخمین کړي وي کمیږي او د ثروتمندو خیټې خو هسې هم غټې او زړونه و اړه وي په دې شته شتمنئ کې یې هم سترګې د بل جیب ته وي.
متاسفانه که په ډیره کوچنئ توګه اشاره وکړو نو په مور پلار هم هغه زامن ګران وي چې پیسې ګټي او یا هم د عایداتي منبع خاوند وي، کورني فرمایشونه، مهمې پریکړې او هر څه بیا په همدې عاید لرونکي خوښې پورې تړي وي نو وایو چې مایکرو لیول باندې هم غریب تباه دی.

خلص دومره ویلای شو چې تر څو پورې وروسته پاتې هیوادونو کې دا یو بام او دوه هوا معامله ختمه نشي، انصاف د ټولو لپاره یو نه شي او ټولنیز عدالت قایم نشي نو غریب به همداسې تباه وي. اقتصادي لحاظه، سیاسي لحاظه او همدا شان ټولنیز لحاظه چې حقوق
مساوی نه شي نو غریب به همداسې تباه وي.
لیکوال: تاج محمد تمکین

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.