The news is by your side.

پکتیا وال له میراثي رییسانو تر پوزې راغلي، ګوښه کېدل یې غواړي

خبریال وېبپاڼه/ د پکتیا مدني فعالان او ځوانان وايي چې په دغه ولايت کې ډېری دولتي ادارې د شخصي ګټو پر اساس میراثي دي او د ولایت رهبري یې د تغییر او تبدیل لپاره اقدام نه کوي.

مدني فعالان زیاتوي، چې په دولتي ادارو کې د چارواکو او مامورینو تغییر او تبدیل د حکومتدارۍ اصل دی او موخه یې د فساد مخنیوي او د خدماتو زیاتوالی دی، چې ولایتي او مرکزي ادارې یې په کیسه کې نه دي.

قومي مشر حاجي خان ولي منګل خبریال وېبپاڼې ته وویل، د پکتیا په محلي اداره کې ډېری داسې رییسان او امرین پېژني چې له پنځو تر لسو کلونو راهیسې په دنده اخته دي، خو د کارونو اغېزمنتیا یې له صفر سره ضرب ده.

منګل د ولایتي ادارې پر رهبري په ځانګړي ډول پکتیا والي حلیم فدايي د بې کفایتۍ تور ولګاوه او زیاته یې کړه، چې نوموړی له دې امله د مرکزي ادارې په مټ د میراثي چوکیو فرهنګ نه ختموي چې د اداري فساد په ترڅ کې خپلې شخصي ګټې خوندي وي.

د پکتیا مدني فعال جانان احمدزي هم د ولایتي ادارې پر رهبري نیوکه وکړه چې د میراثي څوکیو فرهنګ په پای ته رسولو کې پاتې راغلې او له دې لارې غواړي د فساد منظمه کړۍ جوړه کړي.

هغه وويل: (( تر هغو چې د فساد د له منځه وړلو لپاره رښتینې اراده پيدا نه شي او د روابطو پر ځای وړتیا ته لومړیتوب ورنکړل شي، دا بدبختي به دوام ولري.))

یو بل مدني فعال محمد شاه جنت بیا وايي، چې د میراثي څوکیو والا یو شمېر هغو له والي سره په فساد کې ګوتې خوږې کړې او ځینې د مرکزي ادارې له چارواکو او د ولسي جرګې وکیلانو سره اړیکې لري او د هغوی په ملاتړ دندو ته دوام ورکوي.

د معلوماتو له مخې، په پکتیا کې ډېری داسې رییسان او امرین شته چې له پنځو تر لسو کلونو په څوکیو ناست دي، خو د مدني فعالانو او خلکو په خوله، د کارونو یې هیڅ مثبت اغېز او نوښت نه ښکاري.

کره معلومات ښيي، چې د ولایت مقام د مرستیال ترڅنګ د ښځو چارو، سپورټ او بدني روزنې، نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، د کلیو پراختیا او بیارغونې او پوهنې رییسان هغه لوړ رتبه چارواکي دي، چې له پنځو تر دوولس کاله پر همدې چوکیو پاتې دي او د فساد د لګول شویو تورنو سربېره خپلې چارې پرمخ وړي.

که څه هم د پکتیا والي محمد حلیم فدايي یوه اوونۍ مخکې ملت ته د حساب ورکونې غونډه کې وویل، چې اکثره رییسان په فساد ککړ دي او خلکو ته خدمت نه شي کولای، خو مدني فعالان وايي، چې والي هڅه کوي چې د دې خبرو له لارې پر ده د فساد لګول شوي تورونه سپین کړي.

ها خوا بیا د پکتیا خلک او مدني فعال د دې ولایت مخکېنی والي شمیم خان کټوازی، چې اوس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دي پر دې تورنوي چې ولایتي اداره د هغه د لاسه دې وضعیت ته رسېدلې او مفسدین د هغه لخوا تغدیه شوي، چې اوس پرې د چا زور نه رسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.