The news is by your side.

ننګرهار چارواکي د دوه تنو د نيولو خبر ورکوي

خبريال وېبپاڼه: د ننګرهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايې دوه تنه ترهګر د ملي امنيت ځواکونو له لورې نيول شوي دي.

د ننګرهار ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې،

د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې د حنيف په نوم يو تن ترهګر د يوې بې غږه تومانچې سره نيولی دی.

دغه خبرپاڼه زياتوي، حنيف د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکی دی او اوس مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د بيز اکمالاتي سيمې اوسنی استوګن دی

حنيف په نوم ترهګر اوس مهال د ننګرهار په ملي امنيت رياست کې د څيړنو لاندې دی او په ډيرو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس لري.

د ننګرهار امنيتي چارواکو د حنيف په نوم د نيول شوې ترهګر په اړه نور معلومات نه دې خپاره کړي چې په کومې ډلې پورې تړاو لري.

بل خوا د ننګرهار امنيتي چارواکي د وسله والو طالبانو د يو غړې د نيولو خبر هم ورکوي.

د وسله والو طالبانو دغه نيول شوی غړی ضياالله نوميږي، په کاروان مشهور دی او د نورستان ولايت اصلي اوسېدونکی دی.

د راپورونو له مخې ضياالله دوه کاله مخکې خوږياڼو ولسوالۍ ته د ديني زده کړو لپاره راغلی وه.

چې وروسته بيا د روحاني په نوم د وسله والو طالبانو د يوه قومندان په هڅو د طالبانو لېکو ته جلب شوی وه.

ضیاالله په ننګرهار ولايت کې په تېره بيا د ننګرهار په خوږياڼو او سره رود ولسواليو کې د دولت ضد په ډيرو تخريب کارو فعاليتونو کې لاس لري.

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي په داسي حال کې د دوه تنو د نيولو خبر ورکوي چې د ننګرهار ولس د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي د امنيت په تامينولو کې پاتې بولې.

په دې وروستيو کې په ننګرهار کې هم هدفي وژنو سخت زور اخيستی چې د ننګرهار ولس ورته سخت اندېښمن دی.

بل خوا د ننګرهار والي ضياالحق امرخيل هم امنيتي چارواکي ګواښلي او ورته يې ويلي که چيري د وروستيو هدفي وژنو عاملين او مجرمين يې ونه نيول نو له خپلو دندو دې استعفا وړاندې کړي.

او هم د ننګرهار والي د ننګرهار امنيتي چارواکو ته جدې امر کړی ترڅو د ننګرهار امنيت ته جدې توجه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.