The news is by your side.

غني ولې د سولې لپاره پاکستان ته بیا زارۍ شروع کړې دي؟

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر محمداشرف غني وايي، پاکستان دې افغانستان ته د تېر په سترګه نه ګوري او د افغانستان په اړه خپل سیاست کې دې بدلون راولي.

نوموړي نن د ملي شورا د درېیم تقنیني کال د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې پاکستان دې له افغانستان سره د تېرو لسیزو سیاست پرېږدي او د افغانستان خپلواکي او اوسني مهم مقام ته دې درناوي وکړي.

غني ویلي چې که پاکستان له افغانستان سره رښتینې همکاري وکړي، دا به په سیمه کې ستر اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه رامنځته کړي، چې د پاکستان په شمول به یې د سیمې هېوادونه له ګټو برخمن کړل شي.

که څه هم ولسمشر غني دا نه ده په ډاګه کړې چې پاکستان د افغان سولې دښمن دی، خو له خبرو یې داسې ښکاري چې د سولې د منځته راتګ او اوربند ته د طالبانو د حاضرولو لپاره له پاکستانه همکاري غواړي، هغه پاکستان چې له امله یې پر افغان خاوره د جګړې اور بل دی.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې هم پاکستان ته کوته څنډلې وه، چې که د سولې خبرې ناکامه شي، نو پاکستان ته به یې هم زیان ورسېږي او باید دغه هېواد رښتینې همکاري وکړي، تر څو بین الافغاني خبرې اترې بریالۍ شي.

غني د دې ډول څرګندونو له لارې غواړي د پاکستان لخوا پر طالبانو فشار راوړي، چې سولې او اوربند ته غاړه کېږي، ځکه دا ټولو ته لکه لمر غوندې روښانه ده، چې د سولې کیلي له پاکستان سره ده او که دغه هېواد وغواړي، په هر ډول چې وي طالبان سولې ته حاضرولی شي.

له غني سره بله وېره د خلیلزاد له لوري د سولې لپاره د نوې وړاندې شوې طرحې تطبیق دی، ځکه په یاده طرحه کې د موقت حکومت منځته راتګ هم دی، چې له لارې یې د غني حکومت پای مومي او نوې اداره به رامنځته کېږي، هغه څه چې غني ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او دا څو ورځې پرله پسې له پاکستانه غواړي چې د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي، تر څو له موقت حکومت پرته سوله رامنځته شي.

خو حکومت او ولس باید په دې پوه شي، چې پاکستان تر هغو پورې د افغان سولې په برخه کې همکاري نه کوي، چې خپلې شخصي ګټې پکې ونه ویني، ځکه خو له دغه دښمن هېواده د سولې تمه کول د مرغۍ پۍ دي او باید د هر ناوړه عمل په مقابل کې یې بالمثل عمل ورسره وشي.

اوسني افغان حکومت ته بویه چې د خلیلزاد له لوري د وړاندې شوې طرحې د تطبیق او یا د طالبانو د مشروع وړاندیزونو د منلو له لارې نور د سولې دروازه پرانیزي، تر څو د افغانانو په وینو روان سیاست پای ته ورسېږي او څلوېښت کلن ناورین ختم شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.