The news is by your side.

د اوبو دښمن؛ طالبان کندهار کې د دهلې بند جوړولو مخه نیسي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم له تېرو پنځو میاشت وراهیسې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې شدیدې جګړې روانې دي، خو اوس داسې ویل کېږي، چې وسله والو طالبان په دې ولایت کې د دهلې اوبو بند جوړولو د مخنیوي هڅې کوي.

د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ مخکېنی ولسوال او قومي مشر فضل محمد غریب شاه، چې څو ورځې مخکې له دندې ګوښه شو خبریال وېبپاڼې ته وویل، وسله وال طالبان هڅه کوي چې د دهلې اوبو بند پروژه عملي نه شي او د همدې لپاره یې د ناامنیو لمن یادې ولسوالۍ ته غځولې ده. د هغه په خبره، یاده پروژه تقریباً په بشپړ ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، ځکه خو هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې دې ولسوالۍ ته د وسله والو طالبانو نوي ګروپونه راغلي او د دهلې بند شاوخوا سیمې یې تر سخت کنټرول لاندې نیولې دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله وفا هم مني چې وسله والو طالبانو د یادې پروژې د تطبیق د مخنیوی هڅې پیل کړې دي، خو په خبره یې، ولایتي شورا هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب دغه ستونزه حل کړي.
هغه زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تر دې وړاندې هم یو شمېر ولسوالیو کې د پرمختیايي چارو د تطبیق مخنیوی کړی دی.
د کندهار ښار اوسېدونکی عزیز الله وايي، چې د دهلې اوبو بند پروژه خلکو پورې اړوند ده او طالبان په دې کار سره د خلکو د ګټې مخه نیسي.

د کندهار د سیندییزې حوزې رییس انجینر توریالی محبوبي له خلکو او طالبانو غواړي چې د یادې پروژې پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسي، تر څو د سږ کال په جریان کې یې د تطبیق عملي چارې پيل شي.

هغه وايي چې د دې بند په جوړېدو سره به درې برابره اوبه زېرمه شي او زرګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي، چې په اقتصادي او کرنیزه پرمختیا کې به د یو لوی انقلاب لامل شي.

محبوبي زیاتوي، چې د دهلې بند پروژه څلور برخې لري، چې د اوبو بند ظرفیت لوړول، د برېښنا د تولید فابریکه جوړول، د څښاک پاکو اوبو رسول او د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو کانالونه جوړول پکې شامل دي.

د دهلې بند ۶۵ کاله پخوا د امریکا متحده ایالاتو په مالي ملاتړ جوړ شوی او اوس د اسیا د پراختیايي بانک لخوا څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالر ورته منظور شوي، تر څو په څلورو برخو کې بیا ورغول شي.

دا بند په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې اوس مهال د یادې ولسوالۍ ډېرې کرنیزې ځمکې د همدې بند په اوبو خړوبېږي او که د دغه بند اړوند نوې منظور شوې پروژه عملي شي، نو زرګونه جریبه نوې کرنیزه ځمکه به رامنځته شي.

له تېرو پنځو میاشتو راهیسې کندهار د سختو ناامنیو شاهد دی، د دې ولایت ارغنداب، ژړۍ، میوند، ډنډ او ارغستان ولسوالیو کې شدیدې جګړې اوس هم روانې دي، چې اوس تازه شاه ولیکوټ ولسوالۍ هم ورسره ناامنه شوې او ویل کېږي، چې طالبان په دې کار سره د دهلې بند د جوړولو پروژې مخه نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance