The news is by your side.

د سلطان زوی د فساد لپاره د لوی څارنوال قرباني کول

خبريال وېبپاڼه- داود سلطانزوی چی له دې وړاندې هم د ګڼو تورونو سره مخ و اوس په رسمي ډول د درنو جرمونو محکمې ته معرفي شوی دی، په دې باندې تور دی چې د خپلې دندې څخه یې سو استفاده کړې ده، په غيرې قانوني ډول یې خلک مقرر کړي دي، قانوني مراحل او قوانين يې نه دي عملي کړي.

داود سلطانزوی چې له کله هم د کابل د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی نو تر سختو نيوکو لاندې دی، هغه په دې تورن دی چې قانون ته پام نکوي او د کابل د ښاروالۍ امکانات د ځان په ګټه کاروي.

تر دې وړاندې په ده باندې د کورونا ويروس د مرستو په ویش کې هم د فساد ستر تورونه موجود و چې وروسته بيا هغه غږ هم سوړ سو او په جدي ډول هغه پېښې هم تعقيب نشوې ځکه ان‌ هغه وخت ددې پيسو څخه په غلا ځینې کسان ونيول شول چې سبا بیا بیرته حکومت خلاص کړل.

د سطان زوی د فساد قضيې پراخ تاريخ لري خو د افغانستان د حکومت په فساد پاله تګلاره کې يې تراوسه په وړاندې کوم خنډ نه و جوړ شوی دا چې دا ځل به ريښتيا د هغه قضيه تعقيب شي او که نه دا به وخت وښيي.

تېر کال داسې خبرونه هم خپاره شول چې دده ورور په امريکا کې د پينځلس ميليونه امريکايي ډالرو څخه نيول شوي دی چې دا ډالر يې د افغانستان له لوري وړي و، د هغه اړوند هم بيا د افغانستان په رسنیو کې سکوت اختيار سو او دا پیښه هم ویره سوه.

په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې ويل کېږي د لوی څارنوال د استعفا لامل هم د داود سلطانزوی له کبله و.

ويل کېږي چې لوی څارنوال د داود سلطانزوی په د جرمونو په هکله مستند اسناد ترلاسه کړي و خو حکومت کې لوړ پوړو چارواکو ورڅخه غوښتل چې دا قضيه بنده کړي او سطان زوی همداسې سطان پرېږدي خو څارنوال دا خیانت هضم نکړ او استعفا یې وکړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance