The news is by your side.

د واک انحصار؛ حکومت نور باید د سرپرستۍ غلط دود ختم کړي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې ولسمشر غني د خپلې دوهمې کاري دورې په پيل کې ویلي و، چې په دولتي ادارو کې به د سرپرستۍ دود ختموي، خو تر اوسه یې خپله دغه ژمنه عملي نه کړي او اوس سرپرستي په یوه سیاسي دود بدله شوې ده.

د پوهنې، کلیو پراختیا او بیارغونې، ښځو چارو، عامې روغتیا او مالیې وزارتونه او افغانستان بانک تر اوسه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

ولسي جرګې که څه هم بیا بیا له حکومته غوښتي چې د سرپرستانو پر ځای نوي کسان د باور رایې اخیستو لپاره ورمعرفي کړي، خو ولسمشرۍ مانۍ تر اوسه دغه کار نه دی کړی او د یو شمېر ادارو چارې لا هم د سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کېږي.

د دغې جرګې رییس میر رحمان رحماني نن یو ځل بیا پر حکومت غږ کړی دی چې نور دې له ژمنې سره سم په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ دود ختم کړي.

نوموړي نن د ولسي جرګې د اوولسمې دورې د پرانیستې په مراسمو کې له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره د پاتې وزارتونو لپاره نوي کسان د باور رایې اخیستو لپاره ور معرفي کړي، تر څو سرپرستي ختمه او حکومتي چارې منظمې شي.

که څه هم ولسمشر غني ژمنه کړې وه، چې په دولتي ادارو کې به د سرپرستۍ دود ختموي، خو تر اوسه یې خپله دغه ژمنه نه ده پوره کړې او د سرپرستان د کار دوام د حکومتي چارو د ځنډ لامل ګرځېدلی دی.

ارګ مېشتي فکر کوي چې په هېواد کې قحط الرجال راغلی او هیڅ داسې وړ کس نشته چې دوی یې د سرپرستو وزیرانو پر ځای معرفي او له ژمنې سره سم خپله کابیه پوره کړي، خو حقیقت دا دی چې د سرپرستي دوام د واک د انحصار په موخه کېږي، ځکه که حقوقي اړخ ته یې وکتل شي سرپرستان په ادارو کې ډېر واک او اختیار نه لري، واک د حکومت لخوا انحصار شوی وي او هر وخت چې یې زړه وغواړي، یو کس لیرې کوي او بل په دنده ګماري.

حکومت نور باید په هېواد کې د سرپرستۍ فرهنګ ته د پای ټکې کېږدي او ژر تر ژره وړ او پوه کسان ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره ورمعرفي کړي، ځکه سرپرستان صلاحیتونه نه لري او نه خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کوي، چې زور یې بېرته له ولس خېژي.

له بلې خوا که د هېواد وضعیت ته وګورو، په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګر کې یو حساس پړاو ته داخل شوي یو، که چېرې وزارتونو کې سرپرستان ناست وي، دا چاره ستونزې نورې هم زیاتېږي، ځکه د سرپرستانو لخوا اداره کېدونکې ادارې سم او پر وخت خدمات نشي وړاندې کولای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.