The news is by your side.

پاکستان. ټول پوهېږي، چې زموږ له همکارۍ پرته سوله ناممکنه ده

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې ولسمشر محمداشرف غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې که د افغان سولې پروسه ناکامه شي، نو د جګړې زیان پاکستان ته هم رسېږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی له مرستې پرته افغان سوله ناممکنه ده.

د یاد وزارت ویاند زید طرار په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکار دی او له بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، د امریکا په شمول ټول په دې پوهېږي چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغان سوله ناممکنه ده او همدا رښتینې همکاري به د سولې لپاره د افغانانو ستره هیله په رښتیا بدلوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې د امریکا د نوي حکومت دریځ د افغانستان په اړه ګونګ دی او د سولې هوکړې بیا کتنه کوي، خو پکار دا ده چې بایډن خپل دریځ روښانه کړي، تر څو افغان جګړې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې هېواد یې د امریکا له نوي حکومت سره په اړیکه کې دی او غواړي د همدې اړیکې څخه د موثرې ګټې اخیستنې له لارې د سولې پروسه کې بارز رول ولوبوي.

تېره ورځ ولسمشر غني یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې باید د افغانستان په اړه خپل سیاست بدل کړي او د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.

غني ویلي و چې افغان سوله به په سیمه کې ستر اقتصادي او سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي، چې د پاکستان په شمول د سیمې هېوادونو ته به ګټور تمام شي.

که څه هم په ښکاره پاکستان د سولې په برخه کې افغانستان ته د همکاريو ډاډ ورکوي، خو دغه هېواد دغه ژمنه په عمل کې نه ده ثابته کړې او تل یې دوه مخی چلند کړی دی.

دا چې ولسمشر غني یوازې دا تېره اوونۍ له پاکستانه غیر مستقیم د سولې په برخه په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، دا ښيي چې ولسمشر سره د موقت حکومت د منځته راتلو وېره ده او غواړي چې د پاکستان لخوا پر طالبانو د فشار راوړلو له لارې افغان سوله پرته له دې چې موقت حکومت رامنځته شي، ممکنه کړي، هغه څه چې امریکا ته د منلو وړ نه دي او د سولې په نوې طرحه کې یې د موقت حکومت منځته رتګ شامل کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance