The news is by your side.

 د امن او ثبات کنفرانس؛ د سولې لپاره به ګټور تمام شي؟

خبریال وېبپاڼه/ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا نن په کابل کې د سولې او اوربند په تړاو د امن او ثبات تر نامه لاندې دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو مسوول عبدالوحید خاورې ویلي، چې په دې کنفرانس کې د حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې یو شمېر غړیو، مدني فعالانو، فرهنګیانو او سیاسیونو ترڅنګ له پښتونخوا څخه راغليو مېلمان ګډون کړي.

نوموړي ویلي چې په دې کنفرانس کې به د سولې په روان بهیر، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو اوربند، دایمي سولې ته د رسېدو لارو چارو او ثبات په تړاو بحث او خبرې اترې وشي، تر څو د سولې مزل لنډ او ورته د رسېدو اساسي لارې چارې یې وسنجول شي.

هغه زیاته کړې، چې د سرحدونو ا وقبایلو چارو وزارت هڅه کوي، تر څو د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو قبایلو ستونزو حل لپاره کار وکړي او یو ځل بیا خپل پخوانی ځای پیدا کړي او د مشترکو ارزښتونو او ستونزو د ساتنې او حل لپاره ګډ کار وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هیله مند دی، چې دغه کنفرانس به د سولې په برخه کې ګټور تمام شي.

مدني فعال عرفان ساپی وايي، د سولې لپاره چې هر اقدام اخیستل کېږي، موږ یې په نېک فعال نیسو، ځکه د امن او ثبات هر اواز چې پورته کېږي، دا په یو ډول ښکېلو اړخونو باندې غږ دی، چې نور باید د سولې پروسه چټکه کړي.

تر دې وړاندې هم د پښتونخوا یو شمېر مطرح څېرو د افغان سولې په تړاو له افغان چارواکو سره خپل نظرونه تبادله کړي وو.

د سولې په تړاو د امن او ثبات تر عنوان لاندې کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې تر بل هر وخت د هېواد په ډېری ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، ځکه له یوې خوا د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې خبرې پڅې روانې دي او له بلې خوا د امریکا لخوا د خلیلزاد په لاس د سولې نوې طرحه وړاندې شوې ده، چې پکې د موقت حکومت منځته راتګ هم شامل دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance