The news is by your side.

د یمن جګړې اتم کال؛ پرون راهیسې ۹۰ تنه وژل شوي

خبریال وېبپاڼه/ د سعودي عربستان په ګاونډي مسلمان هیواد یمن کې د سعودي – امارات په مشري د یرغل اته کاله پکې پوره کېږي او اوس بېخي حساس پړاو ته رسېدلې ده.

 پرون راهیسې د دې هېواد په مارب ولایت کې د نښتو په پایله کې نوي تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور، چې کره شمېر یې نه دی معلوم، ټپیان شوي دي.

حوثي یاغیانو، چې ایران یې ملاتړ کوي، یو ځل بیا د یمن د حکومتي ځواکونو په وروستي مرکز برید کړی او ادعا کوي، چې پرون راهیسې یې دوه دېرش حکومتي ځواکونه وژلي دي.

د یمن حکومتي سرچینې بیا د پېښې په تایید زیاتوي، چې په دې نښته کې یې حوثي یاغیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د دې ډلې د اته پنځوس کسانو د وژلو ادعا کوي.

حوثي یاغیانو د یمن هېواد په مارب ولایت کې د یادې سیمې د نیولو لپاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل کړې او پکې سلګونه ملکي او نظامي کسان وژل شوي دي.

د د سعودي ـ امارات په مشري د یمن د جګړې اته کاله پوره کېږي، خو اوس یې هم برخلیک نه دی مالومو. سعودي د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره دغه یرغل کړی دی او غواړي هلته حوثیان وځپي.

خو د یمن خلک د تخریب، انساني حقوقو څخه سرغړونې، ساري ناروغیو، لوږې، فقر، فساد، هجرتونه، تقسیم او بل هر ډول محرومیت څخه کړېږي او له سختو ورځو سره لاس او ګریوان دی.

د یمن په جګړې هره میاشت میلیاردونه ډالر لګېږي، خو اتم کال یې روان دی، مګر تر اوسه یې ګټونکی او بایلونکی نه دی معلوم، بلکې حوثیان لا اوس هم په قدرت کې دي او وخت ناوخت د سعودي او اماراتو ستر اقتصادي او ستراتیژيک بنسټونه په نښه کوي.

 سعودي د مسلمانو هیوادونو د زعامت داعیه لرونکي یوه هیواد په توګه باید د مسلمانو هیوادونو او تنظیمونو تر منځ اتحاد او اتفاق ته کار کولای، د هغوی تر منځ یې د جګړو مخنیوی کولای، کمزورو هیوادونو سره یې مالي ملاتړ کولای، اسلامي تنظیمونو او قوتونو ته یې وده ورکولای، خو برعکس دوی د مسلمانو هیوادونو تر منځ بی اتفاقۍ ته لمن وهي، د مسلمانو هیوادونو اقتصاد ته تاوان رسول د ځان حق بولي، پر مسلمانو هیوادونو پوځي یرغل کوي او یا نور ورته هڅوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance