مخالف ګوندونه: د عمران خان د باور رايه نه منو،
خبريال وېبپاڼه: په پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالف ګوندونه يوځل بيا د عمران خان د استعفا غوښتوونکي شو.
د پاکستان د لومړې وزير عمران خان د حکومت لومړۍ ورځې څخه مخالف ګوندونه د هغه په مخالف بغاوت کوي او وايې چې د عمران حکومت ورته د منلو وړ نه دی.
د مخالف ګوندونو مشران وايې، د پارلمان څخه د عمران خان د باور رايه ورته د منلو وړ نه ده او بايد چې عمران خان استعفا وکړي.
عمران خان د تيرې شنبې ورځ د پاکستان پارلمان څخه ۱۸۷ د باور رايه واخيسته او بريالی شو.
مخالف ګوندونه وايې، عمران خان دې استعفا وکړې او د لومړې وزير څخه يې د نوېو ټاکنو غوښتنه کړي.
د پاکستان د جمهورې تحريک مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وويل،
( پارلمان کې چې کومو کسانو عمران خان ته رايه ورکړې ګنې هغوي خپله رايه خرڅه کړي ده).
د پاکستان د جمهورې تحريک ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پارلمان غړې د خپلو رايو په خرڅلاو تورن کړي.
د پاکستان د جمهورې تحريک مشر همداراز د پاکستان د لومړې وزير عمران خان څخه غوښتنه کړې چې،
استعفا وکړه، پاکستان نور د تباهۍ خواته مه بوزه، اوس وخت په پاکستان کې د نوېو ټاکنو نه علاوه بله لار نشته.
په پاکستان کې د لومړې وزير عمران خان د حکومت مخالف ګوندونه د عمران خان حکومت د پاکستان د تباهۍ اصل ګڼې او بار بار د هغه د استعفا غوښتنه کوي.
له هغه وروسته چې په اسلام اباد کې د عمران خان ګوند د حکومت مهمه څوکۍ وبايله او د عمران د حکومت يو مخالف ګوند د پاکستان د پخواني لومړې وزير يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ ياده څوکۍ وګټله نو،
يوځل بيا په پاکستان کې د عمران خان د استعفا غوښتنې ډيري شوي دي.
تر دې مخکې هم د عمران خان د حکومت يوبل مخالف ګوند “د پاکستان د خلکو ګوند” مشر بلاول بوټو هم د عمران خان د استعفا غوښتنه کړې وه.
ياد ګوندونه ځکه د عمران خان د حکومت پرضد بغاوت کوي او د عمران خان د استعفا غوښته کوي چې دوي د عمران خان حکومت د پاکستان تباهي ګڼي او وايې، چې بايد نوې ټاکني ترسره شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.