The news is by your side.

بلور: که پاکستان د افغان جګړې اور مړ نه کړي، پخپله به وسوځي

خبریال وېبپاڼه/ د کوزې پښتونخوا سیاستمدار او د عوامي نشنل ګوند مشر غلام احمد بلور وايي، که پاکستان او څو نور ګاونډي هېوادونه له افغان جګړې لاس وانخلي، نو د جګړې اور به د دوی تر کورونو پورې هم ورسېږي او وبه یې سېځي.

نوموړي نن په کابل کې د امن او ثبات کنفرانس تر نامه لاندې جوړې شوې غونډه کې وویل، چې افغان جګړه کې د پاکستان په ګډون روسیه او ایران ښکیل دی او دوی که غواړي چې راتلونکي کې د دغې جګړې قرباني نه شي، باید نور د دې جګړې له تمویل لاس واخلي.

هغه پر یادو هېوادونو غږ کړی چې باید د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي، تر څو پر افغان خاوره پیل شوی اور مړ او دایمي سوله رامنځته شي، چې دا به د سیمې د ثبات لپاره ګټور اقدام وي.

بلور په خپلو خبرو کې طالبانو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې روانه جګړه د اسلام نه، بلکې دواک پر سر ده او طالبانو د واک د ترلاسه کولو لپاره غلطه لار ټاکلې ده.

د کوزې پښتونخوا دې سیاستوال د پولې هاغاړه افغانان د لوی افغانستان اوسېدونکي یاد کړل او زیاته یې کړه، چې مونږ یو نه بېلېدونکی ملت یو او د خپلو مشترکو ارزښتونو د ساتلو او پاللو لپاره به ګډه مبارزه کوو.

د کوزې پښتونخوا دغه سیاستوال داسې مهال د سولې په ګټه او د جګړې په زیان کې د پاکستان د ښکېلتیا خبره کوي، چې تېره ورځ ولسمشر غني هم وویل، چې پاکستان باید افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په سترګه وګوري او د سولې په برخه کې ورسره رښتینې همکاري وکړي.

غني دا هم وویل چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې باید خپل د لسیزو سیاست بدل کړي او په یوه داسې تګلاره کار وکړي، چې د دواړو هېوادونو په ګډون د سیمې هېوادونو ته هم په ګټه تمامه شي.

هلته بیا تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغان سوله رامنځته کول سخت دي او که پاکستان وغواړي د خبرو له لارې د جګړې پای ته لار پرانیستی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.