The news is by your side.

څه باندې ۳۱ زره افغان ډاکټرانو ته د کرونا واکسین لګول شوی

خبریال وېبپاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د کرونا ضد وکسین د تطبیق په لړ کې یې تر اوسه یو دېرش زره یو سل او پنځوس ډاکټرانو ته واکسین لګولی او دغه لړۍ په ټولو ولایتونو کې دوام لري.

یاد وزارت زیاتوي، د کرونا ضد واکسین تطبیق لومړي پړاو یې ډاکټرانو، امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ځانګړی کړی او وروسته به دغه لړۍ ټولو اقشارو ته وغځوي.

د سرچینې په خبره، تر اوسه څه باندې یو دېرش زره ډاکټرانو، زرګونه امنیتي ځواکونو او سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوی او دغه لړۍ جریان لري.

په افغانستان کې د هند لخوا د پنځه سوه زره ډوزه مرسته شوي واکسین د تطبیق لړۍ د روانې میاشتې په پنځه نېته په ټولو ولایتونو کې پيل شوه.

که څه هم هند هېواد د کرونا ضد د نور واکسین د مرستې ژمنه هم کړې خو د هېواد نفوس ته په پام دغه واکسین بېخي کم دی او پکار دا ده چې له نړۍوالو روغتیايي بنسټونو او نورو هېوادونو په دې برخه کې مرسته وغوښتل شي.

بل خوا د هند لخوا د مرسته شوي واکسین په تطبیق کې چې لړۍ یې پيل شوې ده، هم ځینې اندېښنې موجودې دي، چې هسې نه د کرونا د بودجې په څېر دا هم حیف ومیل شي، خرڅ شي او یا د روابطو پر اساس خلکو ته ولګول شي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۵۵۸۷۶ مثبې پېښې ثبت شوې دي. بتېدو خبر ورکړل شوی دی او همدا شان تر اوسه ۲۴۵۱ ناروغان مړه شوي او ۴۹۳۰۰ تنه بیرته روغ شوي دي.

روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه ناروغان مړه شوي دي.

بل خوا د روغتیا نړۍوال سازما نن تازه خبر ورکړی چې په اروپا کې د دغه ویروس درېمه څپه هم په خپرېدو ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance