ولسمشر غني ته د انتوني بلينکن وروستی پیغام
خبريال ویبپاڼه- د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکين د هېواد ولسمشر ته په یوه استول شوي ليک کې ويلي دي چې په کابل کې د سولې د يوه هر اړخيز تړون لپاره چارې نهايي کړي او په دې هکله دې د افغانستان د سياسیونو سره همغږي زیاته کړي.
بلنکين په دې ليک کې ولسمشر غني ته په واضح ټکو ويلي دي چې په افغانستان کې بايد د ډاکټر عبدالله عبدالله، استاد سياف او حامد کرزي سره ګډ کار وکړي او د سولې روان بهير او راروانې غونډې ته پکې تيای ونيسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيز غني ته په ګواښلي ډول ويلي دي چې په افغانستان کې د سياسیونو بې اتفاقی به د هېچا په ګټه نه وي او دا به افغانستان د نويمو کلونو لور ته بوزي.
په دې ليک کې راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات به په ترکيه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د يوې لويې غونډې د جوړولو لپاره د ترکیې څخه هيله وکړي او په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې وروستی تړون لاسلیک شي.
په ياد ليک کې همدارنګه راغلي دي چې د امريکا متحده ايالات به د ملګرو ملتونو، چين، روسیې، ایران، هند، پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو او استازو ترمنځ يوه غونډه جوړه کړي او په غونډه کې به د سولې لپاره د یوې واحدې تګلارې په جوړېدو او ټاکل کېدو پرېکړه او توافق وشي.
په داسې حال کې چې د امريکا د متحده ايالاتو له لوري په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د يوې توافقنامې او جوړجاړي د رامنځته کولو لپاره هڅې زياتې شوې دي په کابل کې اشرف او غني او ټيم یې د امريکا په وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
تازه د هېواد د ملي امنیت د شورا سلاکار د طالبانو په وړاندې بيا پارونکې، مجهولې او فتنه پارونکې څرګندونې کړې دي، نوموړي نن په خپلو تازه خبرو کې ويلي دي چې په افغانستان کې سوله یوازې د طالبانو سره په توافق نشي رامنځته کېدی.
د چارو شننونکي وايي چې حکومت ثابت او معقول دريځ نلري، د یوه لوري د ټول خشونت د ملامتيا ګوته طالبانو ته نيسي او بل لوري بيا وايي چې د طالبانو سره سوله په افغانستان کې د سولې په مانا نه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.