The news is by your side.

غني ورخطا دی، عبدالله عبدالله څه شي ډاډه کړئ؟

خبريال ویبپاڼه- د هېواد د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د زلمي خليلزاد له لوري د سولې لپاره د نوې طرحې څخه د ځينو کسانو وېره ګټوره ونه بلله، ده په دې اړوند وويل؛ د سولې لپاره د نويو طرحو څخه بايد ونه ډار شو.

عبدالله عبدالله که څه هم په ښکاره ددې طرحې څخه ملاتړ نه دی کړی خو لکه غني دومره یې مخالفت هم نه دی اعلان کړی، ښکاري داسې چې عبدالله عبدالله حالاتو په کتو د ګټونکي طرف په خوا کې درېدل غواړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د زلمي خليلزاد له لوري د وړانديز شوې طرحې بنسټیزې مادې په واضح ډول رد کړې او هغه یې يو خوب او خیال وباله، خو د افغانستان سياسیون او ملي پخلاينې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بيا د غني غوندې ورخطا ندي او په دې اړوند څه ناڅه اومېد لري.

اشرف غني پرون وويل چې د واک انتقال ورته بدون له ټاکنو په بله هېڅ لار د منلو وړ نه دی، که څه هم غني وايي چې ټاکنو ته د خپل اصلي وخت څخه مخکې هم تيار دی خو ددې نظر مخالفين بيا وايي چې د اشرف غني حکومت تل د ټاکنو په مدیریت او شفافيت تامين کولو کې ناکام و او هېڅوک ورباندې باور نکوي.

خو د غني په خلاف ډاکټر عبدالله بيا ډاډه خبرې کوي او د نويو طرحو څخه وېره نلري، دا چې څه هغه داسې ډاډه کړی دی د فکر وړ دي، موږ په دې باندې ښه پوهیږو چې عبدالله تر غني بدتر په واک او چوکۍ باندې سر ماتولو ته تیار دی نو بيا څه دي چې غني یې دومره مخالفت کوي خو عبدالله عبدالله یې بيا په وړاندې يو څه نرم دريځ لري‌.

کېدی شي عبدالله عبدالله لکه د جمعيت ډله په نوې طرحه کې هم خپل ځای ليدلی وي، د جمعيت ډلې دا عادت دی چې د وخت د بدلون به بدلون کوي، عمومي حالات څاري قوي طرف لکه امريکا چې هر طرف ته ميلان وکړ دوی هم همغې خوا ته ځي، کېدی شي عبدالله عبدالله دا ځل خپله چوکۍ د طالبانو سره په جوړښت او د خليلزاد په نوې طرحه کې ليدلې وي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.