هغه کارونه چې تاسو ته شخصيت دربښي!
هغه کارونه چې تاسو ته شخصيت دربښي!
نيکمرغي يو اوږد سفر ده نه يو مقصد چې ترلاسه يې کړو. دا چې د عمر په اوږدو کې خپلو موخو ته ورسېږې او هغه څه چې ستاسو ژوند ته خوشحالي او نيکمرغي راوړي ترلاسه يې کړئ نو بريا يعنې همدا . داسې ډېر کارونه شتون لري چې ستاسو شخصيت جوړونکې دي خو ستاسو ورته هېڅ پام نه وي. نو راځئ په دې ليکنه کې پر هغو کړو وړو بحث وکړو چې زمونږ شخصیت پالي:
۱ـ صبر درلودل:
صبر درلودل په هر کار کې د ده سبب کېږي، چې مونږ خپلې موخې ته ورسوي.ځکه که مونږ په کارونو کې صبر او حوصله له لاسه ورکړو نو د کار پایله به مو سمه نه وي او حنګه چې مونږ غواړو هغسې به ونشی.
نو تل زړه وړ اوسئ او صبر ولرئ چې د هر کاره پایله مو رنګ راوړي.او له بلې خوا نه هر کار کې صبر درلودل ستاسو د شخصیت پېژندګلوي کوي چې تاسې څومره زړه ور یاستئ.
۲ـ سمې جامې اغوستل:
ستاسو جامې ستاسو لومړنۍ شخصیت پېژندنه ده چې تاسې نورو ته ورپېژني. مونږ ښایی په ورځ کې له ډېرو خلکو سره وګورو خو شاید ټولو سره تل ناسته پاسته ونه لرو نو ستاسو جامې چې کله په لومړي ځل څوک ګوري نو د تاسې په اړه ذهن کې خبرې او مفکوره راپیدا کېږي.
تل پاک او منظمې جامې اغوندئ چې په ټولنه کې د خلکو په سترکو کې ښه ښکاره شئ.یو خیرن او بې نظمه انسان د هیچا نه خوښېږي. نو خپل نظافت ته ډېر پام کوئ.
۳ـ په صداقت سره ژوند کول:
په کاروبار کې له صداقت او ریښتنولي څخه کار اخیستل تاسو ته د ده لار هواره کوي، چې پر تاسو خلک ډېر باور وکړي، او هر څوک تاسو سره ستاسې د همدې صداقت او ریښتنولې په خاطر زړه ښه کوي.نو کوښښ که غواړئ چې د نورو د پام وړ وګرځئ کوښښ وکړئ چې ډېرې وړې خبرې کې هم دروغ ونه وایاست او خپل صداقت ولرئ.
۴ـ په فکر سره خرچه کول:
دا چې نن مو جیب له پيسو ډک وي او سبا دومره پیسې ونه لرئ چې د موټر کرایه یې کړئ د ده ثبوت درکوي چې تاسې څومره بې پلانه او وړکی شخصیت لرئ. یو هوښیار نفر تل خپلې پیسې په ډېر غور سره مصرفوي تر څو داسې نه شي چې سبا یې نورو ته لاس اوږد نیولی وي او هیڅوک هم مرسته ورسره ونه کړی او په پایله کې د خلکو په وړاندې ستاسو شخصیت ډېر ټیټ راشي.
نو د همدې لپاره که مو معاش څومره لږ وي خو ډېر په پلان سره یې مصرف کړئ تر څو خپل شخصیت مو خوندي وساتئ.
۵ـ په ارامه سره خبرې کول:
هغه څوک چې په ډېر هوښیارئ او ارامې سره خبرې کوي ژر د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوی.
تل مو خبرې ښه په فکر سره کوئ، او د هغو خبرو له کولو ډډه وکړئ چې نور په خپه کېږي. او یا هم د مجلس ادب ته پکې زیان رسېږي.
ستاسو خبرې کول تاسې نورو ته ورپېژني.
لیکنه: مریم صدیقي
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.