The news is by your side.

د ځان لپاره معیار ولرئ!

انسان د ژوند کولو لپاره دې ته اړ دی چې په ټولنه کې ژوند وکړي او په دې ټولنه کې به هر ډول خلک وي چې ځینې به یې زمونږ د مزاج برابر وي او ځینې نور به مو په زړه ښه نه لږېږي.

که چېرې تاسې له هر چا سره ښه چلند کوئ خو دوی ستاسو په قدر نه پوهېږي نو دا ځینې علتونه لري چې دلته به پرې بحث وکړو:

۱ـ نورو ته د دې اجازه ورکړئ چې ستاسو په قدر پوه شي:

هو بالکل، مونږ تل د نورو په خدمت کې مو ځان کړی او پرته له دې چې له مونږ څخه څوک د ښه توب تقاضا ولري مونږ په خپله دا  دنده ترسره کړې.

په بدل کې یې خلکو دا هېر کړل چې نورو ښه توب دنده نه ده بلکې دا زمونږ د پاک زړه څخه سرچینه اخلي.د ده لپاره چې نورو ته دا څرګنده کړو چې زمونږ په قدر پوه شي نو اول دا کار وکړئ چې له خلکو چې ستاسې په قدر نه پوهېږي لرې والی اختیار کړئ.

که چېرې تاسې ورته ژوند کې مهم اوسئ نو هرومرو به پر تاسو غږ کوي خو که هېڅ کار یې درسره ونه درلود نو پوه شئ چې تاسې د هغو لپاره یو بې ارزښته شی وئ.

۲ـ ځانته احترام ولرئ:

که چېرې داسې ځای ته ځئ چې هلته څوک تاسې ته درناوی نه کوي او تل مو د مجلس مسخره کس بولي نو دا مېلمستیا که هر څومره اړینه هم وي مه ځئ.

په مونږ ټولو کې یو شخصیت پروت دی، او داسې عمل کوي چې که چېرې مونږ د ځان لپاره هر څه وغواړو نو نور یې هم د مونږ لپاره غواړي.

که چېرې مونږ ځانته احترام وکړو نو نور به هرومرو مونږ ته درناوی او احترام کوي.دا مونږ یو چې د خپل ځان لپاره ټاکنې کوو نور نه دي.

۳ـ تل د نورو په خدمت کې اوسئ:

که چېرته هر څوک یوه خبره کوي او تاسې منئ نو دا د هغوی لپاره عادي خبره وي چې پر تاسو امر ومړئ، او بالاخره تاسې ورته هېڅ ارزښت نه لرئ.

په داسې حال کې چې مونږ هر څه د ده لپاره کول تر څو نور مونږ ته ارزښت راکړي خو څه وشول؟

د ټولو په نظر مونږ د یو نوکر په څېر ښکارو. هېڅ کله تل د خلکو په خدمت کې مه اوسئ او ځانته ارزښت ورکړئ. که چېرته تاسې کار لرئ او نورو له تاسو دا وغواړي چې د هغوی کار ورته وکړئ نو خپل کار ته لومړیتوب ورکړئ.

په پښتو کې یو متل ده چې وايي : اول ځان دی بیا جهان.

دا د دې مانا لري چې لومړئ باید ځانته مونږ ژوند وکړو وروسته بیا نورو ته.نو ځانته ارزښت ورکړئ چې نور هم تاسو ته ارزښت درکړي.

باور وکړئ که چېرې تاسې شپه او ورځ د یو چا لپاره خدمت وکړئ نو هغوی به د تاسو د نشتون په ارزښت هېڅ کله پوه نشي.

هیله ده انسانانو ته د دې وخت ورکړئ چې ستاسو قدر ورته ښکاره شي، بیا به تاسو ته هم ځان دروند ښکاري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.