The news is by your side.

د کانونو نوي قراداد يوه شرکت ته د افغانستان لاس او پښې وتړل

خبريال ویبپاڼه- په ټوله نړۍ کې کېدی شي داسې هېواد ونه موندل شي چې هغه دې د خپلو معدنونو له لارې زيان وکړي، بلکې مطلق اکثريت هېوادونه لکه څنګه چې د منطق تمه ده د خپلو معدنونو څخه ګټه پورته کوي، خو له بده مرغه پخپل هېواد افغانستان کې مو د معدنونو وزرات په يو مصرفي وزرات بدل شوی دی او هېواد ته صرف لکه يو بوج داسې کار کوي چې حکومت ېې مصرف پرې کوي او پخپله يې عوايد د نشت سره برابر دي.

ددې سبب د معدنونو د وزرات د يوې تازه پریکړې غوندې پریکړې او کړنې دي، د چارو اداره چې تازه یې يو قرارداد د یوه استراليايي شرکت سره د افغانستان د څو ولایتونو د معادنو قرارداد کړی دی چې سرسختو نيوکو لاندې دی، د چارو د ادارې له لوري په شوي دې قرارداد کې د افغانستان ګڼ کانونه په انحصاري خو بې مسولیته ډول يوه اسټراليايي شرکت ته ورکړل شوي دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي هم د چارو اداره چې د محمد فضلي واک پکې چلېږي په نه شفافيت تورنوي او زياتوي چې دا اداره د قراردادونو په هکله نه دوی او نه هم ملت ته مالومات ورکوي، نه يوازې چې مالومات نه ورکوي بلکې پرېکړېهم په ډېر انحصاري ډول ترسره کوي.

د کانونو د وزرات يوه پخواني چارواکي په دې تړون باندې سخته نيوکه وکړه او ویې ویل چې په دې تړون کې د شرکت مسؤليتونه په سم ډول نه دي واضح شوي خو افغان حکومت بيا په ځان باندې هرڅه منلي دي، دا چارواکی وايي چې ددې ډول يوه قراداد په بنسټ په حقوقي ډول سبا د هرې ستونزې په مهال حکومت دا شرکت نه شي مجبور کولی چې خپل مسولیتونه ادا کړي ځکه مسوليتونه يې هیڅ مشخص شوي نه دي او واک پراخ ورکول شوی دی.

د معادنو او سوداګرۍ ماهرين وايي چې د ارګ له لوري جوړې شوې ادارې د افغانستان ملي بنسټونه له کاره غورځولي او ټول واک یې انحصار کړی، دغه فرعي ادارې په ښکاره د شفافيت په موخه جوړې شوې دي خو په حقيقت کې یې د افغانستان وزراتونه بې اعتباره کړي، د هغوی کار تګلارې يې زيانمنې کړې دي او ددې ترڅنګ پخپله دا ادارې حساب ورکولو ته نه دي تیارې او په حقيقت کې ددې لپاره جوړې شوې دي چې دوه پاسپورټه پکې راحت د شفافيت تر نامه لاندې خپل فساد وکړي.

د شنونکو په خبره چې محمود فضلي د شفافیت او حساب ورکولو اصل ته هیڅ درناوی نلري او همدا اوس دا اداره د رسنیو په مکرره او پرلپسې غوښتنه بيا هم نه ده تياره چې د تازه لاسليک شوي قرارداد په هکله پوره مالومات او پوښتنو ته ځواب ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.