The news is by your side.

حمدالله محب د حکومت ادعاوې تر خاورو لاندې کړې

خبريال ویبپاڼه- د حمدالله محب وروستۍ څرګندونو د شنونکو غبرګونونه پارولي دي، محب پرون د افغانستان ولسمشر ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په ليک او د سولې اړوند تازه څرګندونې وکړې چې په ټولنيزو رسنيو کې تر پراخو نیوکو لاندې راغلې.

محب پرون وويل چې په افغانستان کې یوازې د طالبانو سره سوله د امنیت او ارامۍ د راتګ سبب نه کېږي، په ښکاره داسې تفسیر ورڅخه وشو چې ګواکي محب په افغانستان کې د نورو ډلو شتون افغانستان ته بل لوی ګواښ بولي، خو د چارو ماهران او څارونکي وايي چې افغان حکومت همدا اوس د ډېری بریدونو هغه که مسولیت یې طالبانو منلی وي یا نه، طالبان مسول بولي او تل خپلې امنيتي او اقتصادي ناکامۍ د طالبانو د جګړې څخه اغېزمنې بولي.

د حالاتو څارونکي وايي چې تر پرونه پورې محب او حکومت هره ستونزه، هر خشونت هره امنیتي ناکامي طالبانو ته راجع کوله او ویل يې چې دې هرڅه ته طالبانو يو مناسب بستر برابر کړي دی که دوی جګړه نه کولي ددې ستونزو حل کول به ساده شوي و.

خو نن بيا محب د طالبانو سره جګړه ختمول دومره هم د پام وړ نه ګڼي او وايي چې که ددوی سره سوله وشي بيا هم په افغانستان کې پوره سوله نشي راتلی.

د محب دوهمه څرګندونه بيا د زلمي خليلزاد راوړل شوې طرحې ته متوجې وه، ده وويل چې دا طرحه د امريکا د حکومت طرحه نده، حال دا چې ولسمشر غني په استول شوي ليک کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ښکاره ويلي و چې د خليلزاد له لوري وړاندې شوې طرحه مثبته ارزيابي شي.

د چارو پوهان وايي چې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له وري دا ډول يو بل نقض کوونکې خبرې ددې سبب کېږي چې عامه افکارو کې په حکومت باندې باور نور هم راکم شي، لوړ پوړو چارواکو ته پکار ده چې په مهمو مسايلو کې په داسې حساس وخت کې حساب شوې خبرې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.