د ښځو له ونډې پرته له کرونا سره مبارزه ناممکنه وه
خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم ځانګړې ونډه درلوده او خپل رول او اتلولي یې ثابته کړه.
د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټې او طبي عالي شورا کې د ښځو پراخ ګډون د دوی رول لا پسې بارز کړ او بېلابېلو برخو کې یې د کرونا ضد فعالیتونه وکړل.
د عامې روغتیا وزارت په خبره، د کرونا په مدیریت کې ښځو په دوو برخو کې کار کاوه، چې یو یې ټولنیزه او کورنۍ برخه او دوهمه روغتیايي برخه ده.
په کورنۍ برخه کې مېرمنو په کرونا د اخته کسانو په پالنه کې ښه ونډه اخیستې او د هغوی د حفظ او مراقبت چارې یې پرمخ بېولي او په روغتیايي برخه کې بیا مېرمنو د نارینه ډاکټرانو ترڅنګ د ډاکټرۍ، نرسنګ، لابراتوار او نورو برخو کې خپل فعالیتونه کړي دي.
د یاد وزارت د مسؤلینو په خبره، ټولټال شپاړس زره افغان ډاکټران له کرونا ویروس سره مبارزه کوي،چې له ۳۰ تر ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي او همدا راز یاد وزارت وايي چې د کرونا له امله ۹۹ ډاکټرانو ژوند له لاسه ورکړی چې لس تنې یې مېرمنې وې.
د عامې روغتیا وزارت په خبره، د ښځو له ونډې پرته له کرونا سره مبارزه ناممکنه وه او زرګونه هغه ښځینه له وقایې او درملنې پاتې کېدلې چې د کلتوري محدودیتونو او نورو عواملو له امله نارینه ډاکټرانو د هغوی په وقایه او یا درملنه کې ونډه نه شوای اخیستلی.
په نیمروز ولایت کې د ساري ناروغیو د کنټرول ولایتي مسووله فرشته زاهدي وایي، چې په یاد ولایت کې یې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې فعاله برخه درلوده.
سره له دې چې په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې بېلابېل خنډونه موجود دي او له زده کړو نیولې بیا تر یو شمېر نورو حقونو لاسرسی نه لري، خو بیا یې هم د ټولنې بېلابېلو برخو کې خپل رول ثابت کړي او نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.