The news is by your side.

طالبانو د خليلزاد يوه سخت وړانديز ته زړه ښه کړی

خبريال وېبپاڼه- وسله والو طالبانو د زلمي خليلزاد له لوري د افغان سولې لپاره د خليلزاد نوې طرحه ترلاسه کړې ده، په دې طرحه کې که څه هم ځینې مسايل طالبانو په زغرده رد کړي دي خو په بعضو باندې یې د غور خبره هم کړې ده.

د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د کشالې د حل کولو لپاره دې يا اوربند ته غاړه کیږدي او يا دې هم د جګړې کچه کم تر کمه ۷۰ سلنه ټيټه کړي.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه تر هغه پورې رد کړې ده ترڅو چې د افغان حکومت له لوري سره ددوی په وينا د افغان جهتونو سره يو کامل تړون ته ونه ورسېږي، خو له دې سره يې بيا ويلي چې د جګړې د کچې په ۷۰ سلنه ټيټوالي باندې دوی سره سلا مشورې او غور کوي.

د چارو شننونکي وايي که چېرې افغان حکومت د امريکا په طرحه باندې د هو لاسليک وکړي او دا طرحه ومني خو کېدی شي طالبان هم د جګړې د شدت د کم والي په هکله مثبت ځواب ورکړي.

خو په کابل کې بيا داسې نه ښکاري چې حکومت دې د امريکا نوې طرحه ومني، نن د حکومت مشر اشرف غني په توندو الفاظو سره وويل چې په هېڅ صورت باندې بدون له ټاکنو واک بل چاته نه انتقالوي، اشرف غني تېره ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزیر تهديد امیزه ليک لوستی و او نن يې الفاظ تېز کړي و.

که څه هم طالبانو تراوسه پورې ددې طرحې په وړاندې رسمي دريځ نه ښکاره کړی خو ویلي يې دي چې په دې طرحه غور کوي، د موقت حکومت اړوند طالبانو ويلي چې دوی به یې برخه نشي، طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې که چېرې طالبان د موقت حکومت برخه نشي نو مخالفت به يې هم ونکړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.