طالبان: د امریکا د نوې طرحې په ارزونې اخته یو، بیا پرېکړه کوو

خبریال وېبپاڼه/ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا حکومت نوې طرحه د زلمي خلیلزاد په لاس ورته رسېدلې ده او وروسته به معلومه کړي، چې دوی په دې تړاو څه دریځ لري.

پرون رویټرز خبري اژانس د یوه طالب چارواکي له قوله ویلي و چې طالبانو له دغې طرحې سره مخالفت کړی او ډېری داسې موارد پکې و، چې د طالبانو له نیوکې سره مخ شوي دي.

خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ اوس تازه ویلي دي چې دوی ته یاده طرحه رسېدلی او دا مهال یې په ارزونه اخته دي، چې وروسته به یې په اړه خپل دریځ ښکاره کړي.

د امریکا حکومت د افغان سولې لپاره یوه نوې طرحه جوړه کړې، چې تېره اوونۍ یې د زلمي خلیلزاد په لاس افغان حکومت ته وسپارله.

په دې طرحه کې، چې جزییات یې یو شمېر رسنیو خپاره کړي، د موقت حکومت منځته راتګ شامل دی، هغه څه چې اوسنی حکومت به یې په اسانه ونه مني.

د همدې طرحې له مخې ملګري ملتونه هوډ لري چې د ترکیې په کوربه‌توب د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي او هلته به د سولې په اړه مهمې او برخلیک ټاکونکې پرېکړې کېږي.

که څه هم ولسمشر محمداشرف غني له یادې طرحې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې پردۍ طرحې سوله نشي راوستلی، بلکې سوله د افغانانو د هیلو او غوښتنو د پوره کېدو له لارې شونې نه ده، خو که طالبان دغه طرحه ومني، بیا اوسنی حکومت هم د ویلو څه نه لري.

طالبان ځکه شاید یاده طرحه ونه مني چې دغه ډله د دوحې تړون پر تطبیق او د همدې تړون پر اساس د امریکايي سرتېرو په وتلو ټینګار کوي او د اوربند لپاره یې یوه بهانه هم د امریکايي سرتېرو شتون یاد کړی.

حکومت باندې هم ګمان دا دی چې د موقت حکومت د منځته راتلو له وېرې د نوې طرحې تطبیق ته زړه نه ښه کوي، ځکه که موقته اداره یې رامنځته کولای د امریکا تر طرحې مخکې هم دا وړاندیز شوی و او د سولې لپاره موثر هم و.

دلته بیا د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، د سولې د راتلو او د جنګ د ختم په تړاو د عامو افغانانو نظر دا دی چې د وینو جریان دې ودرېږي، هغه که د موقت حکومت له لارې وي او یا له بلې لارې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More