The news is by your side.

امریکا طالبانو ته زیات امتیازات ورکړي

خبریال ویبپاڼه/ یوه امریکايي انستیتوت په خپله یوه تازه مقاله کې چې د افغان سولې په اړه يې نشر کړې ویلي په بهرنیو هېوادونو کې د سولې خبرې هیڅ نتیجه نه ورکوي او د دې پرځای چې په جرمني، دوحې، یا ترکیې کې ترسره کیږي باید دننه په افغانستان کې ترسره سي، د مقالې په اشاره اوس هم امریکا طالبانو ته زیات امتیازات ورکړي په کار ده چې پر طالبانو باندې فشار راوړل سي ترڅو تیرو لاس ته راوړنو ته غاړه کښېږدي، او واک د ټاکنو له لارې ترلاسه کړي.

د ټرمپ په تګ او بایډن په راتګ سره د افغانستان په برخه کې تراوسه هیڅ هم نه دي سوي نه د سولې په برخه کې پرمختګ سوی او نه هم د امریکا سرتیرو د شتون او نه شتون برخلیک مالوم سوی.

د بایډن د تګلارې او کړنو په هکله امریکن انټرپرایس انستیتوت په خپله یوه څېړنیزه مقاله کې د بایډن نا کارنده او بې اغیزې تګلارې په اړه لیکل کړي دي په دې مقاله کې د بایډن پر تګلارې نیوکه سوې او ویلي یې دي د افغانستان په هکله د بایډن اوسنۍ تګلاره بې اعیزې ده، سرچینه وايي د افغانستان په جګړه کې د نورو هېوادونو ښکېلول نه یوازي چې دا جګړه به پای ته ونه رسوي بلکي نوره به یې هم زیاته او پېچلې کړي.

د دې هېوادونو له ډلې څخه د پاکستان دوه مخې توب ته په اشارې سره ویل سوي چې له کلونو کلونو مالومیږي چې پاکستان په خپلو ژمنو  هیڅ عمل نه کوي، د دوی له انده جګړه یوازي د افغانانو ترمنځ ختمېدلی سي، ځکه یوازي د افغانانو ترمنځ جګړه ده.

دې مقاله کې ټینګار سوی چې د سولې خبرې به یوازې په افغانستان کې نتیجه ورکړي، داسې مالومیږي چې د بایډن ادارې د افغانستان مسلې ته تر ډیره بریده مهموالی نه دی ورکړی او یوازي خبرې کوي.

نه پرمختګ او جګړه

دا مالومه خبره ده چې د هرې  جګړې پای سوله وي خو  ځینې جګړې خورا اوږدیږي له تیرو ۲۰ کلونو را په دې خوا افغانانو هوسا ورځ نه ده لیدلې خو د سولې خبرو ته يې هیله وه ترڅو نور  جګړه پای ته ورسیږي خو لاهم تراوسه خپلې دې هیلې ته نه دي رسیدلي د افغانستان د پلازمینې په ګډون د یو شمېر ولایتونو څخه هره ورځ د جګړه بریدونو او چاودونو خبر ورکول کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.