خلیلزاد پاکستان ته ځي خو د څه لپاره؟

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي یوځل بیا سیمه ییز سفرونه پیل کړي او هغه اوس تازه یوځل بیا پاکستان ته ځي ترڅو هلته د پاکستاني چارواکو سره وګوري.

داسې ویل کیږي چې خلیلزاد به له دوحې وروسته راسا د پاکستان پر طرف ولاړ سي او هلته به د پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال د افغان سولې په هکله وږغیږي.

زلمی خلیلزاد وړاندې له دې چې پاکستان ته ولاړ سي په کابل کې د افغان دولت چارواکو سیاسونو او دوحه کې له افغان مذاکراتي پلاوي او طالبانو سره لیدلي، هغه په خپل دې سفر کې د مذاکراتو لپاره یوه نوې طرحه هم راوړې وه چې له طالبانو، او افغان سیاسونو سره شریکه کړې وه.

تراوسه پوري که څه هم  د خلیلزاد دا سفرونه د سولې لپاره مهم  نه وو، تمام سوي خو د خلیلزاد دا سفر مهم بلل سوی او امریکا ویلي چې د نوموړي دا سفر به د جګړې د ختم لپاره یوه لاره پیدا کړي.

د خلیلزاد سفرونه.

که څه د سولې د خبرو په پیل سره خلیلزاد دا وخت ټول په سفرونو تیر کړ خو هیڅ نتیجه يې نه ده ورکړې په اونیز ډول سره د خلیلزاد د سفرونو یو راپور حتمي وي خو تراوسه پوري د نوموړي دا سفرونه هیڅ پایله نلري، د خلیلزاد دا سفر د نورو سفرونو په پرتله ځکه ځانګړی دی چې نوموړي دا ځل د جګړې ختم او مذاکراتو بریا لپاره یوه طرحه هم له ځان سره لرله او هغه له طالبانو او افغان لوري سره شریکه کړې هم ده.

د طرحې په هکله غبرګون

تیره ورځ افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د دې نوې طرحې په هکله وویل چې دا یوازي یو قاغذ کیدلای سي او داسې قاغذونه ډیر دي نوموړي وویل د لته نورو قاغذونه نه بلکي د افغانستان اصلي وثیقه چې اساسې قانون دی د باور وړ دی.

غني ټینګار وکړ چې واک به یوازي د ټاکنو له لاري او منتخب ولسمشر ته سپاری او له هغې ور اخوا هیڅ ورته د منلو وړ نه دي.

تراوسه پوري د دې هوکړې په هکله نور مالومات نه دي وړاندې سوي خو ویل سوي چې د دې طرحې ترڅنګ ښايي امریکا یو شمېر نور وړاندیزونه هم ولري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More