د مارچ اتمه؛ غور کې یوې مېرمنې څلور اولادونه زېږولي
خبریال وېبپاڼه/ د غور چارواکي وايي په دې ولایت کې یوې مېرمنې څلور اولادونه زېږولي، چې درې هلکان او یوه نجلۍ ده.
د غور د ملکي روغتون مسوولین زیاتوي، چې دغه ماشومان تېره شپه د دې ولایت په ملکي روغتون کې زېږېدلي دي، چې دمګړۍ یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د یاد روغتون ډاکټران وايي، چې که څه هم د یادو ماشومانو وزنونه کم دي، خو جدي پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو روغتیايي وضعیت یې خراب نه شي.
د زېږېدلیو ماشومانو پلار وايي، چې د اولادونه پیدایښت د سولې د راتګ لپاره په نېک فال نیسي او هیله یې دا ده چې سږنی کال د سولې او ارامۍ کال وګرځي.
په داسې حال کې د غور یوه مېرمن په یو ځل څلور اولادونه زېږوي، چې نن دوشنبه د مارچ اتمه یا د ښځو نړۍواله ورځ ده، چې د افغانستان په شمول د نړۍ په اکثره هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د زیاتو اولادونو زېږول لا هم په افغانستان کې د یوې جدي ټولنیزې ستونزې په توګه شتون لري، چې پر اقتصادي او سیاسي وضعیت یې هم خپل ناوړه اغېز پریښي او د مخنیوي لپاره څنګه چې لازمه ده، هغسې کار نه دی شوی.
د ټولنیزو او اقتصادي چارو د شنونکو په باور، دا سمه ده چې افغانستان پریمانه طبیعي منابع لري او که سیمه ګټه ترې واخیستل شي، د اوسني نفوس څو چنده ته هم بسنه کوي، خو حکومت د دې وړتیا نه لري چې ټولو ولسونو ته متوازن خدمات ورسوي، ځکه خو د نفوس کنټرول ښه چاره ده.
شنونکي بیا د متوازنو خدماتو د نه رسېدو علت ناامني او جګړې بولي، چې له امله یې داخلي منابع پخپل ځای پاتې دي او سالمه ګټه نه ده ترې اخیستل شوې.
افغان ډاکټرانو هم وار وار له خلکو غوښتنه کړې چې د اولادونو په زېږون کې د فاصلې د مراعت ترڅنګ خپل اقتصادي وضعیت ته په پام د اولادونو شمېر وټاکي او په هغه تعداد اولادونه وزېږوي، چې سالمه روزنه او پالنه یې وکړای شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.