The news is by your side.

صالح: د قانون او ټاکنو د نقص پر وړاندې د امام حسین په څېر درېږم

خبریال وېبپاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغان حکومت په هیڅ ډول شرایطو کې د پردیو طرحو د عملي کېدو له لارې د سولې منځته راتګ نه غواړي او کله به هم خپل وقار تر پښو لاندې نه کړي.

صالح د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مراسمو کې وویل، چې یوه خپلواکه او د ولس په هیلو او غوښتنو ولاړه سوله غواړي.

هغه د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې، چې موقت حکومت پکې شامل دی، او ولسمشر محمد اشرف غني ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن لیک ذلت او د اساسي قانون او نظام د تحلیل نسخه وبلله او زیاته یې کړه، چې په هیڅ صورت به یې لاسلیک نه کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه چې له طالبانو سره په سولې کې به حکومت هیڅلکه د اساسي قانون نقض او د خلکو د رایې تر پښو لاندې کولو ته اجازه ورنکړي .

هغه ټینګار وکړ، له اوسني نظام څخه د خلکو غوښتنه دا ده چې باید د رایې له حقه محروم نکړل شي او حکومت د هیڅ عذر او سازش له مخې نه شي کولای چې ملت د رایې له حقه بې برخې کړي.

امرالله صالح وویل ، که چېرې د اساسي قانون او د ټاکنو اصول د سولې په پروسه کې ځای پر ځای شوي وي، نو هغې سولې ته هرکلی وايي او که داسې نه وي شوي نو ځواب به یې نه وي.

ښاغلي صالح زیاته کړه، چې د ټاکنو او قانون د نقض په بدل کې د امام حسین په څېر د یوه مسلمان په توګه درېږي او بیا که د پاکستان او طالب لخوا د ده سینه هم غلبېل شي، دا شرف لري، نه دا چې د هېواد په برخلیک معامله وشي.

د ولسمشر لومړي مرستیال همدا راز زیاته کړه که چیرې طالبان د ټاکنو په اصولو سره د افغانستان له حکومت سره موافقه وکړي، نو حکومت کولی شي د ټاکنو په وخت کې له دې ډلې سره خبرو ته کیني او یوې مناسبې حل لارې ته ځان برابر کړي.

دا چې د ولسمشر لومړی مرستیال او په ټوله کې اوسنی حکومت د سولې لپاره د امریکا د طرحې په اړه دا ډول توند غبرګون د ملت له غمه ښيي او که د څوکۍ لپاره دا به وخت ثابته کړي، خو یو څه معمول دی، چې په سیاست کې شخصي ګټې مهمې دي او د شخصي ګټو د خوندیتوب لپاره سیاسیون هر څه له لاسه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.