The news is by your side.

چارواکي تله پر تېروي؛ د کونړ پر ځنګونو اوس هم بلا ګډه ده

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د کونړ چارواکو وار وار ویلي چې د کونړ ځنګلونه به د خلکو ملکیت ګرځوي، د قاچاق مخه به یې نیسي او نوي ځنګلونه به جوړوي، خو اوس هم په ډېر بې رحمان شکل په دغو ځنګلونو لا ګډه ده او هره ورځ سلګونه چارتراش قاچاقېږي.

تازه امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پنځسو جوړه اته پوټه چارتراش، چې مازدا موټر کې بار و، نیولي دي.

د کونړ ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوي چاتراش ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.

که څه هم د کونړ چارواکو د دغه ولایت د ځنګلونو د وهلو او قاچاق د مخنیوي تکراري ژمنې کړې دي، خو بیا هم د کونړ په ځنګلونو د تېر په څېر بلا ګډه ده او هره ورځ د ګاونډیو ولایتونو او پاکستان ته په پټه وړل کېږي.

خلک د دې ځنګلونو په قاچاق کې د کونړ ولایت امنیه قوماندان، والي، د ملي امنیت رییس، د ولایتي شورا او ګمرک مسوولین او دغه راز سیمه ییز قوماندانان ښکېل بولي او وايي چې دوی د ځنګلونو د قاچاق لپاره یوه منظمه کړۍ جوړه کړې.

د خلکو په وینا، د کونړ ځنګلونه د ننګرهار د ښېوې، دره نور او ګمبیري ولسوالیو او د کونړ سیند اوبو له لارې ننګرهار او له هغه ځایه پاکستان او نورو ولایتونو ته وړل کېږي، چې په خبره یې، تر ډېره د کونړ ولایتي چارواکي، سیمه ییزو قوماندانان او زورواکي په دغه کار کې له قاچاقبرانو سره شریک دي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي یاسر ودان خبریال وېبپاڼې ته وویل، هره ورځ د ښېوې او دره نور ولسوالیو ترمنځ د بډیالۍ او سورچ له سیمو له شلو تر دېرشو پورې کچرۍ د کونړ له ځنګلونو بار وي او ننګرهار ته رالېږدول کېږي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکی بشیر زیارمل بیا وايي چې د ورځې په جریان کې تر پنځوسو پورې د کونړ چاتراش د کونړ سیند کې لاهو او کامې ولسوالۍ کې ایستل کېږي.

خو د کونړ والي اقبال سعید بیا خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې که څه هم دا ومنله چې د کونړ ځنګلونو قاچاق روان دی خو وايي چې ده د ځنګلونو د وهلو او قاچاق د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره کړي او د قاچاق او هلو کچه د پخوا په پرتله کمه ده.

د کونړ ځنګلونو د افغانستان د طبیعي ښکلا لویه برخه جوړوي او د دې ترڅنګ یوه ستره ملي سرمایه ده چې ساتل، روزل او پراخول یې د دولت اساسي مکلفیت دی، خو دا چې دولتي چارواکي پخپله د دغو ځنګلونو په وهلو او چاقاق کې لاس لري، دا د تامل وړ موضوع ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.