The news is by your side.

که کوژده مو نه وي کړې، دا ولولئ

خبریال وېبپاڼه/ لکه څرنګه چې د انسانانو بڼې توپير لري، همداسې علاقې او ذوقونه هم تفاوت لري، ځینې ډېر د کوژدې په فکر کې وي، چې کله او څنګه به کېږي یا په سپین سترګي کوژده غواړي، خو ځینې یې بیا خاص په کیسه کې نه دي، د شرایطو پرېکړې ته تم کېږي او څه چې ورپېښ شول هماغه کوي.

خو داسې هم نه ده، موږ که د کوژدې پلان لرو، باید په کیسه کې یې هم واوسو او ځینې مسایلو باندې سر خلاص کړو، تر څو زموږ د هیلو او غوښتنو مطابق راتلونکی ګډ ژوند جوړ کړل شي. د همدې لپاره که مو کوژده نه وي کړې، لاندې څو کرښې ولولئ او عملي یې کړئ.

څېړونکو د همدې مطلب د پوره کولو لپاره زر جوړې تر څېړنې لاندې نیولي دي او پایله کې یې ځینې سپارښتنې کړې دي، چې په عملي کېدو سره یې یوه جوړه ښايي خوږ ژوند ته ورسېږي.

څېړونکو موندلې چې که غواړئ هوښیاره مېرمن ولرئ، نو تر ځان پنځه کاله کشره نجلۍ غوره کړئ، خو شرط پکې دا دی چې تعلمي سویه به یې تر تاسو پورته وي او یا حداقل باید ستاسو په اندازه تعلیم ولري.

څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې تر ټولو ښه جوړه هغه ده چې پنځه کاله یې مېرمن تر خاوند کشره او په تعلیم کې بیا ترې پورته وي او که پورته هم نه وي باید تعلیمي سویه یې سره برابره وي، نه دا چې مېرمن یې هم په عمر کې ترې کوچنۍ وي او هم په تعلیم کې.

څېړونکیو دا هم ویلي، له طلاقې شوې مېرمنې سره بیا واده کول، د دې چانس کموي چې ستاسې اړیکه تر ډېره دوام وکړي.

همدارنګه د خپل ژوند له ملګرې سره مینه، ګډه اړیکه، احساسات او د یوه بل درک نور لاملونه ښوول شوي چې مرسته کوي، اړیکه مو دوامداره وساتي.

که څه هم دا څېړنه بهرنیو څېړونکو ترسره کړې ده او ښايي زموږ هېواد کې په اسانۍ تطبیق نه شي، خو که عامه شي ښايي د هغو ناوړه دودونو مخه ونیسي، چې نابالغه نجلۍ سپین ږیري سړي ته د مېرمنې په توګه کېنوي.

موږ او تاسو ټولو دا ډول پېښې لیدلې دي، چې مېرمن تر خاوند بېخي زیاته کوچنۍ وي او که یې د واده کولو شجره پسې وپلټې یا په بدو کې ورکول شوې وي او یا کوم بل کورنۍ تاوتریخوالی یا بېوزلي د دې باعث شوې وي، چې تنکۍ نجلۍ زوړ سړي ته کېنوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.