The news is by your side.

اتمر انتوني بلينکن ته هم ځواب ورکړ هم یې اعتراف وکړ

خبريال وېبپاڼه- د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکېن د هغه ليک دفاع کړې ده کوم چې ولسمشر غني ته يې استولی و او نن هغه ليک ځینې افغان سياسیون په غوسه کړي و.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير لخوا ولسمشر غني ته په لېږلي ليک باندې ځکه نیوکې کېدې چې په دې ليک کې يو ډول امرانه او وخت ټاکونکې لهجه کارول شوې وه.

خو اوس د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايی چې په د امریکا د بهرنیو چارو د وزير له لوري ولسمشر غني ته استول شوی ليک د توهین بنسټ نلري بلکې دا د دواړو هېوادونو صمیمت په نښه کوي.

اتمر وايی چې نورمال اصل دادی چې د يوه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بل هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته ليک استولی شي خو موږ پخپله دې ته اختيار ورکړي دی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير وکولی شي افغان ولسمشر ته ليک ولېږي ځکه دواړه لوري ډېر صميمي او نېږدې دي.

اتمر په داسې حال کې ددې ليک په هکله خپل دريځ بيانوي او هغه د دوستۍ یوه نښه بولي چې ډېری سياستوال او د چارو شنونکي وايي دا ليک توهین کوونکی دی او پکې د ولسمشر څخه په امرانه او ګوت څنډانه ډول غوښتنې شوې دي.

خو شته داسې شننوکي هم چې وايی د امريکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير څخه اوسنی ښه دی او نه ليک کې يې د ټولو خبرو سره سره د اشرف غني د همکارۍ، ګډ کار او د هغه د دريځ د خيال ساتلو خبره هم کړې ده.

نن هم د افغانستان سياسي فضا په همدې ليک غږېده او د حکومت يو لړ پوړو چارواکو دا ليک خوښ نکړ، امرالله صالح يې په ښکاره واضح دريځ ونيوه او ويې ويل چې دا ليک به د افغانستان د حکومت په موقف کې کوم بدلون رانه ولي، محقق بيا دا ليک تر نیوکې لاندې راووست او پسې عبدالله عبدالله بيا ددې ليک څخه راضي ښکارېده او ويې ويل چې د افغانستان موجود وضعيت او شرايط بايد درکړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance