The news is by your side.

ا احمدي افغانستان بانک کې نوي قوانين او سزاګانې اعلان کړې

خبريال وېبپاڼه- د افغانستان د بانک سرپرست مشر اجمل احمدي چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې له لوري رد شو او د فساد د پراخو تورونو لاندې و اوس یې په بانک کې د شفافيت څخه د وېرې له کبله په بانک کې د محرميت قوانين سخت کړي دي او پخپله يې يو لړ نوي قوانين اعلان کړي دي‌.

اجمل احمدي د بشري منابعو کار کوونکو ته امر کړی دی چې دفتر ته د تګ سره دې سمدلاسه ځيرک يا کامره لرونکی تلیفون د ځان څخه لرې کړي او د کارونې څخه یې دې په جدي ډول ډډه وکړي.

ددې نویو قوانینو په بنسټ اجمل احمدي د افغانستان بانک کار کوونکو ته ويلي دي چې هېڅ ډول ځيرک تلیفون بايد د ځان سره د ننه ونه وکاروي او که يې چېرته دا ډول کومه غلطی وکړه نو د سزا سره به مخ شي.

محرميت که د فساد له افشا وېره

اجمل احمدي چې په افغانستان کې یو نه غوښتل کېدونکی شخص دی او افغان هويت یې په سم ډول نه دی تثبيت شوی د ولسي جرګې له لوري د مطلق اکثریت رایو په پايله کې رد شو ‌

خو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لومړۍ مېرمنې رولاغني وروسته د پارلمان فيصله دوی ته چندان اړينه ونه بلله او ويې ويل چې که پارلمان ددوی وزير تاييد کړي يا نه هغه به خپل کار کوي.

له دې وړاندې په لومړي ځل د څو ساعتونو لپاره د افغانستان بانک کامرې ګل شوې وې چې په هېواد کې یې ګڼې اندیښنې راپیدا کړې او داسې خبرونه هم خپاره شول چې د افغانستان بانک څخه په لوړه کچه ډالر د ناپېژندو الوتکو له لوري انتقال شوي.

د بل لوري نړيوال بانک هم د افغانستان په بانک کې ددې بانک له رهبرۍ ناخوښه دی او څه موده وړاندې یې د ولسمشر غني ته ليک استولی و او د افغانستان بانک له مشر اجمل احمدي يې شکايت کړی و چې دوی ته په وخت ځواب او راپور نه ورکوي.

شنونکي وايي په مرکزي بانک کې يو داسې شحص حاکم دی چې نه د افغانستان هويت لري او نه هم د افغانستان د خلکو استازو منلی دی بلکې ټولو په يوه غږ رد کړی دی خو د ولسمشر غني له لوري اوس هم د هغه دندې ته دوام ورکول او نوی مشر نه ټاکل ددې سبب شوي دي چې هغه له موجود فرصت څخه په هره ممکنه لاره د ځان په ګټه استفاده وکړي او هر ډول د شفافيت غوښتونکي او شفافيت پاليسي له منځه يوسي.

ليکوال؛ امين بهادر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.