The news is by your side.

د واک تږی؛ صالح د سولې نیمه خوا کوتره وژني

خبریال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې هېواد کې د ناولې جګړې لمن تر ښارونو پورې رسېدلې او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې پر وړاندې داسې غبرګون وښوده چې سولې ته یې د افغانانو نیمګړې هیلې یې لا پسې مړاوې کړې.

صالح نن د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مراسمو کې د سولې لپاره د امریکا نوې طرحه او ولسمشر محمد اشرف غني ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن لیک ذلت وباله او ویې ویل چې حکومت به هیڅکه دغه طرحه عملي نه کړي او حاضر نه دی، چې د هېواد برخلیک په پردیو طرحو وټاکي.

د صالح په خبره، د امریکا د نوې طرحې له مخې موقت حکومت رامنځته کول د خلکو په رایه باندې معامله ده او حکومت چمتو نه دی، چې د ولس په رایه معامله وکړي، خو صالح هېره کړې چې که رایه د ولس حق وي، سوله هم د ولس حق دی، داسې حق چې قیمت یې نه شي محاسبه کېدای.

نوموړي زیاته کړې، چې که ټول د سولې خلاف شي، دی به د امام حسین په څېر د مخالفینو په مخ کې ودرېږي او که پاکستان یا طالب یې سینه هم غلبېل کړي، کومه خبره نه ده، خو د ټاکنو او قانون پر سر معامله نه مني.

خو صالح دومره سوچ نه کوي چې طرحه خو امریکا ورکړې، لیک بلینکن ور استولي، نو سینه ولې د پنجاب او طالب مرمیو ته ولې نیسي، دا یې سینه نیولې، ایا دی حاضر دی یا یې اولاد حاضر دی، چې د اوسني حکومت د دوام لپاره یو ورځ سینه ونیسي؟ سینه خو د غریب او بېچاره د اولاد غلبېل کېږي، چې په سنګین، میوند او ارغنداب کې د دښمن لخوا محاصره دي.

لومړی مرستیال خو د ارګ په لویه کلا کې ناست دی، زرهې دیوالونه یې له ځانه راچاپیر کړي او د ستېج په سر د ولس پر احساساتو د لوبو کولو لپاره له امام حسین (رض) سره ځان برابروي، ته چې ارګ نه شې ساتلی ملت به څنګه ساتې، د ارګ او د ملت د ساتنې یوازېنۍ لار خو سوله ده، چې ارګ مېشتي یې په لوی لاس خرابوي.

د امرالله صالح دا ډول څرګندونې په ښکاره توګه د سولې مخالفت دی، د واک د دوام هڅه ده، د ولس له هیلو او غوښتنو سره ضد دی، د جګړې دوام دی، د افغان د وینې جاري ساتل دي، ځکه افغانان سوله غواړي او د سولې لپاره له هر ادرسه چې کومه طرحه راوړل کېږي او له ملي او اسلامي ارزښتونو سره ټکر ونه لري، باید تطبیق شي.

طالب چې یوه ترهګریزه ډله ده او لاس یې د لکونه افغانانو په وینو سور دی، ویې ویل چې د امریکا طرحه ارزوي او بیا به یې په اړه پرېکړه وکړي، خو صالح بیا د ولس پر رایې د معاملې نه کولو په نوم یاده طرحه له ارزولو پرته ردوي، چې انجام به یې د سولې د نیمه خوا کوترې مرګ وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.