The news is by your side.

امیرخان متقي ‌یوځل بیا ټول طالبان دروغجن ثابت کړل

خبریال وېبباڼه وسله والو طالبانو د حوت میاشتې لسمه نېټه د خپل بري ورځ ولمانځله؛ دا ورځ په دې نیت د بري ورځ ولمانځل شوه چې ګواکې طالبانو پر امریکا بری تر لاسه کړ او ددوی په ټکو امریکا ماته شوه او نور به د افغانستان واک دوی ته په لاس ورکول کېږي.‌

د هم دغې ورځې د لمانځلو پر پار د ک،ټې چاوڼۍ ته څېرمه په نوي‌کلي‌کې امیر خان متقي یو سیمینار جوړ کړی وو چې لمانځلو ته یې د طالب نظره ډېری لیکوالو ترڅنګ ځیني طالب مشران هم را غوښتي ‌وو.

که څه هم امیر خان متقي‌ د پاکستان د اکسایز له لوري‌ تورن دی او د نیولو هڅه یې هم شوې ده؛خو داسي په ښکاره د هغه غونډې او په ښکاره ګرزېدل او د موټرو په کاروان کې ګرزېدل پخپله دا ثابتوي‌چې نوموړی د پاکستاني‌استخباراتو سره ژورې اړیکي لري.‌

طالب مشرانو تېر کال په قطر کې پر امیرخان متقي‌تور ولګاوه چې د پاکستان استخباراتو ته یې ځیني ‌داسي ‌معلومات ورکړي‌ وو چې ځینو طالب مشرانو نه غوښتل چې په هغو خبر پاکستاني ‌استخبارات خبر شي؛ هم دا علت وو چې نوموړی یې د قطر له رهبري ‌لیري‌کړ او بېرته یې پآکستان ته واستاوه. هغه مهال پاکستاني‌استخباراتو هڅه وکړه چې خپل دا خواخوږی د طالبانو په لیکو کې وساتی؛‌همهغه وو چې نوموړی یې د جلب او جزب کمېسیون مشر کړ؛ خو لا هم ښاغلی متقي د جلب او جزب د کمېسیون پر ځای د کلتوري‌برخې د مشرتوب هڅه کوي.‌چې دا هڅې دا ځل طالبان درغوجن ثابت کړل؛

د روانې حوت میاشتې پر لسمه نېټه چې کله امیر خان متقي په کوټه کې کانفرانس وکړ هم مهاله یې رسنیو ته وویل چې دا کانفرانس ده د افغانستان په جنوب یعني‌هلمند ولایت کې کړی دی؛ دا خبره یوځل بیا د طالب مشرانو د غوسې سبب شوه او تر ډېره بریده یې بیا هم د پردې ترشا امیرخان متقي‌ وتراټه.‌

امیر خان متقي‌ چې د طالبانو د ړنګ شوي‌امارت پر مهال د لوړې وظیفې خاوند نه وو؛ دا په طالب مشرانو کې مشهوره ده چې امیر خان متقي له وخته پهطالبانو کې د قدرت طلبۍ او ځان غوښتنې سمبول ګرځیدلی دی، تل یې د ځان او شخصي ملکرو اړوند د شهرت  کړې ده، د تېر امارت په مهال یې هم د ځان ډیر ځلاوی کاوه، د کندوز یو سفر ده ته موقع ورکړه تر څو یې چاپلوس لیکوالان د کندوز د لمړۍ کرښې قومندان معرفي کړي که دی مجاهد وایی بیا به دی هم د دوستم او بالاخره د ګوانتانامو اسیر وای .

امیرخان متقي د د ځینو افغان چارواکو په څېر خپله فیسبوکي ډله لري‌او تر ډېره د همدغې ډلې په مټ باندي خپل مخالف طالب مشران او له تحریکه بهر کسان هم ترټي.‌

امیرخان متقي‌د طالب مشرانو برخلاف او د هغوی د خوښې خلاف ځیني‌طالب مشران له پاکستاني استخباراتو سره مخامخ کړي‌وو چې یو یې ملا فاضل وو؛‌او د پاکستاني‌استخباراتو سره د ملا فاضل شخصي کولو پر سر په قطر کې ملا برادر سخت غوسه کړ څو د امیر خان متقي له قطر نه د شړلو سبب وګرزي.

د امیر خان متقي د جایدادونو او په پاکستان او له پآکستان نه بهر کاروبارونو باندي پخوا هم خبرې شوي ‌دي؛ خو دا ځل به زه د نوموړي‌ په تړاو باندي‌ژر ډېر دقیق او نوي معلومات درسره شریک کړم.‌

لیکوال: حامد افغان

یادونه:‌
دا لیکنه یوه طالب لیکوال کړې چې په نوي‌کلي‌کې د امیرخان متقي‌مشاعرې او سیمینار ته ورغلی وو.   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.