د امریکا د بهرنیو چارو وزير يو بل هېواد هم وګواښه
خبريال وېبپاڼه- د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن ايران ته ګوتڅنډنه کړې ده او ویلي یې دي چې ايران په غلط مسیر روان دی او ددې لارې دوام به ايران نور هم ګوښه کړي.
په داسې حال کې چې د ايران حکومت تمه لري چې د امريکا نوی ولسمشر جوبایډن به په ایران باندې په نسبي ډول بندیزونه راټيټ کړي او دوی به هم د خبرو مېز ته وروګرځي او ددې هېواد په اتومي چارو به بيا د نړيوالو سره همغږي ترلاسه شي، انتوني ايران ته ښکاره ويلي دي چې سمه لاره یې نه ده نيولې.
تراوسه پورې د ايران ځینې حرکتونو ته امریکا غبرګون نه دی ښودلی، په عراق کې د ايران په ځينو بریدونو سترګې پټول، په یمن کې د عربستان سره مرسته پای ته رسول هغه ټکي دي چې د سیاسي چارو کارپوهان يې د امریکا له لوري ایران ته ورکړل شوي مثبت پاينټونه بولي.
د ايران د چارو متخصصين وايي چې امريکا که څه هم په ايران باندې بندیزونه نه دي راکم کړي خو ددې هېواد وروستیو ناسمو کړنو ته یې هم سکوت اختيار کړی دی چې پکار ده ايران دې ته په مثبت نظر وګوري او د خبرو مېز ته حاضر شي.
د بلې خوا بيا اوس تازه د آمريکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې ايران غلط لور ته روان دی، د منفي څخه هم زیات منفي کارونو ته یې ملا تړلې ده او دا کړنې به د خبرو او بندیزونو د لرې کولو سره د ايران فاصله زياته کړي.
د امریکا متحده ایالات غواړي چې ایران بدون له مخکنیو شرطونو څخه د اتومي پروګرام په سر خبرو ته حاضر شي او که دا خبرې پايلې ته ورسېږي نو بيا به امريکا په ايران باندې د ډونالډ ټرمپ له لوري د اتومي تړون په ماتولو سره اضافه لګول شوی بندیزونه ختم کړي.
خو ايران تمه لري او شرط يې اېښی دی چې هرکله امريکا مخکې له خبرو د ډونالډ ټرمپ له لوري وروسته د اتومي تړون له لارې لګول شوي بندیزونه لرې کړي نو خبرو ته به تيار شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.